دا شاعر ښاغلى شرر ساپى
دى، زموږ د بهير هغه شاعر، چې شعر مخيل كلام بولي، خو عاطفه او موسيقي يې روح ګڼي:
(( شعر يو مخيل كلام دى، چې وزن او عاطفه هم لري او په ښكلو تصويرونو پسولل كېږي.
كه عاطفه ونه لري او يوازې مخيل كلام وي، نو د كليمې په رښتنې معنى هغه زما په نظر
شعر نه دى.))
ده په هماغه عمر كې د پښتو
كيسو هغه كتابونه لوستل، چې په نظم ليكل شوي وواو همدې مطالعې شعر ويلو ته وهڅاوه:
(( په لومړي سر كې به ما د كيسو هغه كتابونه هم لوستل، چې په نظم به ليكل شوي وو،
لكه د جوشي كتابونه، چې د كوزې پښتونخوا يو شاعر دى، د خداى فضل و دوه درې ځلې، چې
به مې يو كتاب ولوست، ډېر زيات خوند به يې راكاوه او زما په ذهن كې به كېناسته. كرار
كرار په همدې ډول شعر ويلو ته مې مخه شوه.))
لومړنى شعر يې له وطن سره
د مينې يو انځور دى: (( لومړنى شعر، چې مې وليكه، موضوع يې وطني وه، ځكه هلته خو د
پرديسۍ ژوند و، مسافري وه. دغه احساس راسره و، مشرانو به د وطن د حالاتو كيسې راته
كولې، ځكه موږ خو ډېر واړه له وطن نه وتلي وو، هغه كلي او منظرې به مو په ذهن كې
انځورېدلې، نو ما يو شعر وليكه، چې يو دوه بيتونه يې اوس هم زما په ياد كې دي، هغه
داسې وو:
د هيواد مينه زه په زړه كې
لرم
نه دغه مينه په بل څه كې
لرم
پخپل وطن باندې مين يمه زه
نوم د وطن هميش په خوله كې
لرم. ))
كه څه هم ډېره مود ه كېږي،
چې شرر شعر وايي، خو تراوسه د هغه كومه شعري ټولګه نه ده چاپ شوې. پر شعر وشاعرۍ
سربېره شرر يو ښه ليكوال او كيسه ليكونكى هم دى، ګڼې ليكنې او كيسې يې په متفرق
ډول په ځينو خپرونو او سايټونو كې راغلي دي. دم ګړۍ يوه د لنډو كيسو او يوه هم د
ادبي كره كتنو ناچاپه ټولګې لري. پر معاصر پښتو غزل يې يوه اوږده رساله هم ليكلې،
چې اوس هم پرې كار كوي.
دا چې په عربي ژبه يې زده
كړې كړې دي، ځينې ادبي مسايل يې له عربي نه پښتو كړي او يو شمېر غوره شعرونه يې په
عربي ژباړلي دي، چې په يو شمېر عربي سايټونو كې راغلي دي.
شاعري:
شرر ساپى، د روان پښتو
شعري بهير هغه ځوانه څېره ده، چې شعر يې پر اوچت تخييل، عاطفې او موسيقيت سربېره
روماني او رواني كيفيت لري او له نفسياتي پلوه پر لوستونكو ژور اغېز پرېباسي. شاعر
او ليكوال مصطفى سالك د ده په شعر كې دغې ښكلا ته ځير شوى او په اړه يې وايي: (( زما
په نظر په اوسنيو شاعرانو كې د ده په شعرونو كې رومانتيسيزم ډېر دى. رومانتيسيزم
په دې معنى، زموږ كوم كلاسيك شاعران، چې وو كوښښ به يې كاوه، هغه اخلاق، چې د هغوى
په وخت كې دود وو له هغه نه بهر راونه وځي يا ځينې خبرې به يې، چې كولې په پرده كې
به يې رانغاړلې. زه فكر كوم په كلاسيكو شاعرانو كې بغير له خوشال خان نه بل چا
روماني شاعري نه ده كړې ده. هغه وايي:
زه خوشال كمزورى نه يم چې
به ډار كړم
په ښكاره نارې وهم چې خوله
يې راكړه.
زموږ په اوسنيو شاعرانو كې
شرر هغه شاعر دى، چې شعر يې روماني رنګ لري. هغه وايي:
دومره به دې ښكل كړم، چې
اوتره شې
خداى به دې يو ځل په شرر
واړوي
يا بل ځاى وايي:
شرره ياره بس غزلې نه وې
خوږې مچكې دې له خولې ووتې
له دې خبرو نه مې مقصد دا
دى، چې شرر يو روماني شاعر دى.))
سالك سربېره پر دې، چې
وايي د شرر شعر د اوچت تخييل درلودونكى دى، رواني خصوصيت هم لري: ((شعر دوې سرچينې لري: يو د تخيل سرچينه ده، چې
دوه شيان سره تشبيه كېږي او د هغه نه يو تصوير جوړېږي، خو سربېره پر دې يوه بله
سرچينه هم شته، چې هغې ته رواني شاعري وايي، رواني دې ته وايي، چې موږ په هغه كې
كوم سمبول، تصوير او نور شعري صنعتونه نه وينو خو بيا هم په هغه كې يوه ښكلا وي، چې
هغه د عشق نفسيات او روانشناسي ده. مثلا شرر وايي:
اوس چې يوه مې په زړه نشته
نو ته راغلې
چې په زړه مې سل خبرې وې
ته نه وې))
شرر اساسا د غزل شاعر دى
او كومې ځانګړنې، چې د د غه شعري صنف لپاره منل شوې دي، په ډېر اوچت انداز په كې
ځل وهي. سره له دې، چې د شرر شعرونه ډېر مخيل دي، خو هر هغه څه، چې رااخلي ډېر يې
ساده او په شفاف ډول انځوروي. منقادالرحمن رودوال په همدې نظر دى او وايي، چې د
شرر شعرونه په عين ساده ګي كې د هنر ډېره پانګه لري: (( زما له نظره، د شرر يوه كاميابي دا ده، چې په خپل
شعر كې ګونګ مسايل نه رااخلي، بلكې سره له دې، چې ډېر مخيل يې رااخلي ډېر شفاف،
واضح او ساده يې انځوروي، د شرر كلام واقعا مخيل او له خياله ډك كلام دى. ))
نذير احمد نذير هم ورته
نظر لري او وايي: (( د شرر شعرونه، چې دي زما د خوښې شعرونه دي، د ده په شعرونو كې
ساده والى شته، ساده په معنى نه، چې موږ وايو ساده دى خو فكر نه لري، ساده دى خو
هنر نه لري، بلكې داسې ساده دي، چې هنر هم لري او فكر هم. بل دا چې د ده شعر شعري
وزن لري، دا په دې معنى، چې شرر پخپل شعر كې بهرنى او دننى وزن دواړه ښه ساتلي
دي.))
رودوال د شرر خيال معاصر
ګڼي او په دې باور دى، هر هغه څه چې شرر وايي، د ده خپلې خبرې او تجربې دي: (( د
شرر خيال معاصر دى او په عين معاصريت كې بيا خپل خيال لري، د بل چا خيال نه
رااخلي، دى خپله لاره او خپل الفاظ لري، خپل كلمات او تركيبونه لري او دا د ده
كمال دى. ))
خو نذير بيا د شرر په شعر
كې د پخوانۍ شاعرۍ اغېز ته نغوته كوي: (( غزلونه
يې تر ډېره د پخوانۍ شاعرۍ رنګ لري، نوي موضوعات هم شته په كې خو سبك يې پخوانى دى.
كه چېرې د ده د شعرونو سبك هم اوسنى واى او همدومره اهنګينه شاعري يې كړې واى، نو
د اوس په پرتله به لا ډېر بريالى واى.))
د يو ښه غزلبول شاعر ځانګړنه
په دې كې وي، چې داسې يوه موضوع او سوژه رانغاړي، چې غزليز قوت په كې موجود وي. شرر
همداسې يو غزلبول شاعر دى، كومه سوژه او موضوع، چې اخلي پخپله هغه سوژه غزليزه وي او
تغزل په كې څپې وهي. نورالحبيب نثار همدا خبره كوي: (( ما چې د شرر صاحب شعرونه
اورېدلي، هغه ډېر ځله غزل ليكي. لكه څنګه، چې پوهېږو غزل ځانته ځانګړي مضامين او
چوكاټ لري، نو شرر هم د شكل له لحاظه، هم د وزن له لحاظه او هم د نازكو مضامينو له
لحاظه كوښښ كوي، چې غزل وليكي، هغه هم داسې غزل، چې له مطلع نه تر مقطع پورې
السويه او په يو ليول كې وي، يعنې داسې نه وي، چې يو نيم ډېر قوي او مظبوط او نور
يې كمزوري وي.))
په شعر كې د تخييل شتون د
انځورونو، اسطورو او سمبولونو پر كارونې دلالت كوي. هر هغه شعر، چې دغه ځانګړنه يې
خپله كړې وي، د اوچت تخييل لرونكى شعر ګڼل كېږي. د شرر شعر همدا ځانګړنه لري او له
همدې كبله دى يو مخيل ويناوال ګڼل كېږي، رودوال د شرر د شعر په اړه همداسې يوه
نغوته لري: (( زما په نظر د شرر شعر له ګڼو نويو تركيبونو، انځورونو او خيالونو
مالامال شعر دى، چې زموږ په نني شعر كې ډېرې تشې او خلاوې، چې موجودې دي، ډكولى
شي.))
دلته په دې غزل كې، خامه
خولګۍ او اومه ښكلې هغه نوي تركيبونه دي، چې ما د نورو معاصرو شاعرانو په شعرونو
كې نه دي لوستي.
ادبپوهان د ښه شعر يوه
ځانګړنه دا په ګوته كوي، چې بايد عاطفي بار ولري، ځكه د دغې ځانګړنې په شتون كې كه
له يوې خوا د لوستونكي د جذب سبب ګرځي نو له بل پلوه د شعر په نسبت د شاعر صميميت
او صداقت په ډاګه كوي. د شرر شعر د مينې په ژبه د مينې سندره ده او يوه اوچته
عاطفه په كې نغښتې ده. دغه خصوصيت لوستونكى اړباسي، چې د هغه شعر بيا بيا ولولي. نذير
د شرر شعر عاطفي راپېژني: (( د شرر په شعر كې تر ډېره پورې عاطفه نغښتې او د شعر عاطفي اړخ يې زما په نظر ډېر بريالى
دى، دا عاطفه ده، چې شعر په لوستونكي لولي او عاطفه هغه څه ده، چې هرڅوك يې خوښوي.))
نثار هم، چې ژبه د نفسياتو
څرګندويه ګڼي، په دې باور دى، چې داسې يو بيان خامخا عاطفي وي: (( كله چې موږ خبرې
كوو يا خصوصا شعر وايو، نو لازمې خبره ده، چې دې كې عواطف شته، دا چې عواطف يې څنګه
دي، سخت دي يا نرم دا بيا بېله خبره ده، ځكه ژبه زموږ د نفسياتو څرګندويه ده او
هره كلمه، چې موږ يې ادا كوو د يو خاص روح و روان زېږنده ده، نو له دې كبله هيڅكله
هم دا نه شي كېدلى، چې يو شعر كې دې عواطف نه وي، خامخا به وي ځكه د شاعر كار څه
وي بغير د عواطفو له بيان نه.))
رودوال د شرر په شعر كې د
اوسني ژوند انځور ته ځير شوى او په دې اند دى، چې د عاطفي بيان له كبله د يو تريخ
واقعيت انځور هم په ډېر خوند رانغاړي: (( په عمومي ډول د شرر په شعر كې د
افغانستان او د افغان ولس دغه اوسنى بهير او وضعيت، چې دى غورځنګ وهي او دا ټول يې
د خيال، مينې او عشق له رنګينيو سره يو ډول رانغاړلي او د هغه شيره يې ورته وركړې
ده. د ده كمال هم په همدې كې دى ځكه دى، چې د جنګ خبره كوي او كه د يو غنمرنګ
خبره. دى كه د يو ځوان د مينې خبره هم كوي نو وايي، چې دى غنمرنګ دى او د هغه ښكلا
هم ستايي. له دې وجې كه دى يوه ترخه خبره هم رااخلي نو په داسې خوند يې رااخلي، چې
په چا بده نه لګېږي.))
دا هم د شرر همداسې يو
عاطفي شعر:
ځواني دې رانه وخوړه لونګه
ځوانيمرګه
غنم غوندې رېبې مې غنمرنګه
ځوانيمرګه
ګلاب ګلاب ليمې رانه په
سرو وينو كې وړې
ميرات شې ځوانيمرګ شې مړ
شې جنګه ځوانيمرګه
مودې مودې ويده وې په ټپي
ټپي مړوند
راويښ شه اوس د سپينو لېچو
شرنګه ځوانيمرګه
د چا دنګه ځواني رانړوې په
اسوېلو
ښېرا دې په دعا واوړه
ملنګه ځوانيمرګه
جامونه شي پيالې شي تودو
شونډو ته د يار
راشين مې په غزله كې شه
بنګه ځوانيمرګه
راټيټ شه د سپيڅلي بغاوت
تړون يې كړى
شرر د حوصلې په رنګه دنګه
ځوانيمرګه
د شرر د شعر يوه بله غوره
ځانګړنه د هغه موسيقيت دى. دى خپل شعر ته داسې الفاظ او كلمات غوره كوي، چې سندريز
وي، خو تر دې اوچت كمال يې دا دى، چې دغو الفاظو ته په سندريز ډول اوډون او ژوند
وركوي. نذير د ده غزلونه آهنګين او له موسيقيت نه مالامال ګڼي: (( د ده غزلې، چې
دي آهنګينې دي. د ده شعر، چې څوك وايي نو وار د واره د هغه دغې ځانګړنې ته ځير
كېږي او سړي ته خوند وركوي، مثلا:
ملنګ ومه ملنګ يمه ملنګ د
يارانې
پستې پستې خولګۍ لرم قلنګ
د يارانې
دا تر پايه همداسې يو
آهنګين غزل دى، ده د لفظونو په اوډون كې كمال كړى دى، ملنګ ومه ملنګ يمه...دا د كلماتو
تكرار يې په يو ډول هنر سره رانغاړلي دي، دا كار او دا هنر د دې معني ښندي، چې دى
د غزل په برخه كې پوره واك لري، يعنې كوم ډول الفاظ، چې غواړي رايې وړي په ښه ډول
يې راوړي او دا د غزلونو كمال وي. البته په ازادو نظمونو كې به هم د لفظونو اوډون
كمال وي، خو په غزلونو كې د شاعر برياليتوب ترې احساسيږي، چې شاعر څومره بريالى
دى.))
نثار بيا په دې اند، چې
تغزل د ښې ژبې كارونه ده، د شرر په شعر كې د موسيقيت د شتون خبره داسې كوي: (( خپله
دا د تغزل كيفيت، چې دى په كلمو كې خامخا له ښې ژبې نه پيدا كېږي. ښه ژبه، چې
وكاروې، كلمات تر يو هارمونيم لاندې راولې او په متناسب ډول يې وكاروې نو بياهره
كلمه يوه موسيقي لري، او بيا يوه كلمه، چې له له بلې سره په خوا كې راشي يوه بله
داخلي موسيقي ايجادوي. د شرر شعر، چې دى همدا ښكلا او كمال لري.))
نثار وړاندې د شرر په شعر
كې د داخلي وزن او آهنګ خبره هم كوي: (( په شعر كې مختلفې موسيقيانې دي، يوه هغه
موسيقي ده، چې له قافيې او رديف نه جوړېږي او بل هغه، چې دننه له كلمو نه رغښت
مومي، چې چناري موسيقي او څنګزنه موسيقي ده. شرر د يو ښه غزل ليكونكي په توګه په
شعر كې ښه ښه وزنونه لري، چې البته په مجموع كې وزنونه يې لنډ دي، اوږده بحرونه نه
لري.))
رودوال دغه ښكلا د الفاظو
په حسن تكرار كې ويني: (( تر ټولو مهمه مساله، چې ما د شرر په غزل كې پيدا كړه،
هغه دا ده، چې دى د الفاظو او كلماتو حسن تكرار ډېر ښه رااخلي. مثلا:
خيال دې يم په كار به شم،
الماس مې كه په لاس مې كه
مرم درنه بې وخته لكه توره
په زنګ اوړمه
مينه دې يم وينه دې يم تش
لفظونه نه يمه
كله سره شراب شم كله كله
په بنګ اوړمه
دلته، كله كله، الماس لاس،
مينه وينه، دغه د كلماتو حسن تكرار د شرر د شعر موسيقۍ ته غنا وربښي.))
رودوال وړاندې يوه بله
يادونه هم كوي او هغه دا چې شرر پخپل شعر كې خپل ځانګړي كلمات لري، چې دا بيا د
شاعر په پېژندګلوي كې ډېر ضروري بريښي: (( شرر خپل كلمات لري لكه: لونګ، غنمرنګ،
خامه خوله جانان او نور، چې دا د شاعر په پېژندګلوۍ كې لويه مرسته كوي.))
خو نذير د كلماتو د اوډون
او د مسرو د تړاو په برخه كې يو د خو ټكي ته اشاره كوي او وايي: (( بيتونه يې، چې
دي يو له بل سره تړاو لري، خو دومره تړاو هم نه لري، چې خو دې په كې نه وي، مثلا:
خوږې خوږې لېمې او دا
خواږه خواږه موسكا
د سر په بيه ارزي غنمرنګ د
يارانې
اوس دا خوږې خوږې ليمې او
دا خواږه خواږه موسكا، دا له غنمرنګ سره هيڅ تړاو نه لري، يو څوك ممكن تور وي، خو
خوږې لېمې او خواږه موسكا ولري، نو دا په دې معنى نه دى، چې غنمرنګ دې حتما دا كار
وكړى شي. ډېر ځله زموږ شعرونه دغسې سره تړاو نه لري، كېداى شي د شرر په نورو
شعرونو كې داسې ستونزه نه وي موجوده ولې په كار ده، چې شاعر بايد هڅه وكړي، چې خپل
شعرونه له دغې ستونزې لرې وساتي.))
دلته به د شرر له يو
شرنګېدلي غزل نه خوند واخلو:
شوخې سترګې مې سوالګرې وې
ته نه وې
كه مې زړه كې وې هم لرې وې
ته نه وې
اوس چې يوه مې په زړه نشته
نو ته راغلې
چې په زړه مې سل خبرې وې
ته نه وې
د زړه كور مې له ګلرنګو
خالي نه و
يو مې زړه و زر ډبرې وې ته
نه وې
تېر ماښام سرې خولګۍ نجونې
بېرته راغلې
په لمنو كې يې ګورګورې وې
ته نه وې
هغه شوخه نجلۍ وه خو شوخه
نه وه
يو دوې نورې ملګرې وې ته
نه وې
تا ونه لېدې خو ستا پر
پلونو توې شوې
اوښكې نه وې مرغلرې وې ته
نه وې
يو شرر سپرلى ګريوان په
مخه راغى
نور عالم اغوستې زغرې وې
ته نه وې
د يو ښه شاعر يوه ښه ښېګړه
دا ګڼل كېږي، چې په شعر كې يې د پيغام د رسولو قوت موجود وي. زموږ د ځينو معاصرو
شعرونو يوه نيمګړتيا دا ده، چې ډېر ځله پيغام په كې تت وي او لوستونكي ته د پوهې
وړ نه وي او دې ته ګوته په غاښ وي، چې ښه نو زموږ شاعر د ګڼو ښكلو الفاظو په
رانغاړلو سره څه غواړي، چې ووايي، خو شرر په دې منځ كې يو له هغو شاعرانو څخه دى،
چې د شعر پيغام يې ډېر رسا او په شعر كې يې د پيغام د رسولو اوچت قوت نغښتى وي.
نذير دا د شرر يوه بله كاميابي په ګوته كوي: (( شرر په دې توانېدلى دى، چې خپل
پيغام ورسولى شي، زموږ په ډېرو شعرونو كې دا ستونزه وي، چې شاعر فكر كوي خپل پيغام
يې رسولى دى، خو د ده برياليتوب دا دى، چې خپل پيغام يې رسولى شي.))
د نثار په اند دغه ځانګړنه
ځكه د شرر په شعر كې شته، چې خپلې تجربې راسره شريكوي: (( د ده په شعر كې د عشق
كوم كيفيت، چې بيانېږي، داسې معلومېږي، چې خپلې تجربې يې وي، تقليدي نه وي. مثلا
دى وايي:
دومره به دې ښكل كړي، چې
اوتره شې
خداى به دې يو ځل په شرر
واړوي
كه ښه ورته ځير شو دا د ده
خپل يو باطني كيفيت دى، د عشق او مينې چې ده بيان كړى دى.))
پر يو ښه غزلبول سربېره،
شرر يو ښه نظم ليكونكى هم دى، كه څه هم دومره ډېر نظمونه يې نه دي ليكلي خو په هغه
كم شمېر نظمونو كې يې هم، چې په بيلابيلو خپرونو كې راغلي دي، سړى دې ښكلا ته ځير
كېږي، چې دى يوه موضوع په ښه شاعرانه انداز انځوروي. د ښكلا فلسفه د شرر هغه ازاد
نظم دى، چې هڅه يې كړې په هغه كې د ښكلا په اړه خپل تعريف او تفسير بيان كړي.
عنايت ديدار، چې دغه نظم لوستى او په دې نظر دى، چې ښكلا يو كيفي څيز دى، د دغه
نظم په اړه وايي: (( كه څه هم ښكلا كيفي ده او څوك د عقل په وسيله كيفي څيزونو ته تعريف
نه شي پيدا كولى، خو د ښكلا په نامه نظم كې شرر يو ځاى وايي:
په ګلاب كې ښكلا ګوري،
خپلو سترګو نه منكر دى
دا هغه خيالونه دي، چې تر
شرر پخوا هم د نورو ژبو ترڅنګ په پښتو ژبه كې هم انځور شوي دي، غني خان بابا وايي:
دا چې زه شوم د موسكو
شونډو ليواله
ليلا جوړه كړم د حسن معمار
زه يم
تاسو وګورئ، دلته غني خان
د جانان مخ ته ليوال دى، پخپل ذات غرقېږي او د جانان د حسن معمار كېږي.
په بل ځاى كې وايي:
مينه حسن جوړ كړي، بيا شي
مينه پرې مينه
مينه لېونۍ ده، لېونۍ ده
مينه مينه
دلته هم غني خان له بهرني
حسن نه منكر دى او مينه د انسان په وجود كې ګڼي. همدارنګه نورو شاعرانو هم دغه
خيالونه په ډېر ماهرانه انداز بيان كړي دي.))
دا هم د ځينو لويو عالمانو
خبره ده، چې وايي ښكلا له تناسب اوتوازن نه عبارت ده، دلته د ګلاب تناسب له منځه
تللى او له فلسفي نظره ښكلا هم ورسره له منځه تللې. دلته بيا د ماحول خبره منځته
راځي، همدا پاڼې پاڼې ګلاب كه پر يو پالنګ واچول شي، نو څومره ښكلا به يې وي.
ډاكتر رودوال وايي: د څېرې خبره مه كوه جانانه – هسې روح مې ستا په روح باندې مئين
دى، هيڅ معيار توپير د مينې دود كې نشته – هر مئين د چا په روح باندې مئين دى.
دلته، چې ده د روحياتو
مساله ده، رودوال هم د روح د حسن خبره كوي او په بينادي ډول انسان پخپل روح او نفس
ناطقه يا انساني انا، چې ورته وايي د دغه معيار پخپل لاشعور كې له ځانه سره راوړي.
د ماحول اغېز كې خو بيا هيڅ شك نشته دى.))
ديدار د ښكلا فلسفه، د شرر
خپله مشاهده، انداز او نظر بولي، چې د هغه د خپلې تجربې ترجماني كوي.