نوراجان بهير له ژورنالېستيكو
كارونو وړاندې، له ادبياتو سره مينه كوله، لس كاله وړاندې يې په شعر او لنډه كيسه
ليكلو پيل كړى: (( له بده مرغه بايد ووايم، چې زموږ په ټولنه كې د خوښيو په پرتله
ناخوالې ډېرې دي، نو ځكه زه نه غواړم، چې كومه نېټه په ياد وساتم، شاعري مې هم
همداسې پيل كړې، سمه نيټه يې نه ده راته ياده، خو له لسو كلونو زيات وخت كيږي، چې شعر
ليكم.))
په ماشتومتوب كې د
فلكلوريكو كيسو لوستلو، شعر ليكلو ته هڅولى: (( له ماشومتوبه مې له شعر سره مينه
لرله، كله چې په لومړيو ټولګيو كې وم، نو د ښوونځي په كتابونو كې به مې، چې كوم
بيت يا منظومه جمله وليده، نو په خپله كتابچه كې به مې په ښكلو او ډول ډول رنګونو
ليكل. همداسې كله چې مې په ماشومتوب كې ليك او لوست زده كړل، نو د فولكلوريكو كيسو
كتابونه به مې لوستل، په هغو كې به ځاى ځاى ځينې شعرونه هم وو، او ورو ورو مې له
شعر سره مينه زياتيده.))
لومړنى شعر يې د خپل يو
شاعر ملګري د شعر تر اورېدو وروسته ليكلى دى: (( يو وخت زما يو انډيوال په لومړي
ځل ماته خپل يو شعر واوراوه، د ده غزل زما زيات خوښ شو، په سبا يې ما هم يو څو
منظومې جملې وليكلې او بيا مې ده ته ولوستې، ده ډېر وهڅولم او شعر ليكل مې له همدې
ځايه پيل كړل.))
كه څه هم ښاغلى بهير تر دې دمه ګڼ شعرونه او
كيسې ليكلې دي، خو تراوسه يې كوم ځانګړى اثر چاپ او خپور شوى نه دى.
شاعري
نوراجان بهير، زموږ د بهير
د هغو ځوانو شاعرانو په ليكه راځي، چې په هر شعر كې يېخيال، فكر او انځورونه څپې وهي، او تر ډېره
بريده دى راته يو انځورګر شاعر راپيژني. د ده د شعرونو اوچت خصوصيت دا دى، چې عيني
او ذهني تصويرونه په كې رانغښتل شوي او د دواړو تر منځ يو ښه تناسب ترسترګو كېږي.
احسان الله درمل، د همدغه
خصوصيت د شتون له كبله، بهير هغه شاعر ګڼي، چې د شعر ښكلاييز اړخ ته ډېره توجه
كوي: (( بهير، د ځوان ادبي بهير يو داسې لاروى دى، چې په ډېره تانده ځوانۍ كې يې د
شعر د ښكلاييز ذوق له پاره ډېر كار كړى دى، موږ بې شمېره ځوانان لرو، چې شعرونه
ليكي، د ادب له پاره كار كوي، خو كه په دقيق ډول يې وګورو، نو ټولو ته شاعران او
اديبان نه شو ويلى، خو په بهير باندې د شاعر كلمه په خپل ټول مفهوم صدق كوي. د ده
د شعر مهمه ځانګړتيا تصوير دى.))
د درمل په اند، د بهير
شاعري ځكه د پام وړ ده، چې اوچت خيال او ژور فكر په كې شته او په ښكلو انځورونو
پسولل شوې ده: ((موږ پوهيږو، چې د معاصر شعر لويه برخه په ذاتي ارزښتونو كې د
تصوير جوړول دي. د پخواني شعر په خلاف، نو نوراجان بهير دې ته ډېر پام كړى دى او
داسې دقيق او روښانه تصويرونه جوړوي، چې انسان ورته حيرانيږي. د ده په شعر كې نه
يوازې تصويرونه دي، بلكې د تصويرونو تر شا نورې ډېرې خبرې دي، د ده شعري تصويرونه
داسې نه دي، لكه د كمرې تصويرونه، بلكې داسې دي، لكه د انځورګر انځورونه، يانې له
خپل تصوير پرته، نور تصويرونه او خبرې هم له ځانه سره لري.))
لمر نيازى هم د بهير شاعري
انځوريزه بولي او ښكلا يې دا راپه ګوته كوي، چې دغه تصويرونه تر ډېره بريده هنري
رنګ او خوند لري: (( د ده شعرونه له هنري پلوه هم ډېر ښايسته دي او د دې يوازېنۍ
لامل دا دى، چې بهير صيب ډېر كله نورو ولايتونو ته ځي او له نورو شاعرانو سره
ناسته پاسته لري، همدا ډول ډېره شخصي مطالعه لري، نو هغه شعري نزاكتونه، چې شعر
هنري كوي، ده ډېر په پام كې نيولي دي او زما په اند د ده شاعري په خوست كې بې سارې
ده، بهير په شعر كې تصوير ډېر راوړي، يانې شعر ډېر تصويري كوي.))
بسم
الله ارمان هم ورته نظر لري او اويي: (( د بهير صاحب په شاعرۍ كې نوښت له ورايه
ښكاري او د دې نوښت له پاره بهير خپلو شعرونو ته انځورونه ټاكلي دي.
د بېلګې
په ډول د بهير صاحب يو بيت دى، چې وايي:
ګرانه
ده اوس چې مو پالي كړي د بخت لورى معلوم
ظالم
غربت مو د ورغوو كرښې ورانې كړلې
د بهير صيب په دې بيت كې
يو انځور پروت دى او دغه انځور د يوه غريبكار انځور دى او خپلې معشوقې ته وايي، چې
ستا د لاس ته راوړلو له پاره مې دومره مزدورۍ وكړې، دومره كارونه مې وكړل، چې
لاسونه مې تڼاكې شول، نو پالي ته به دا ګرانه وي، چې زما د لاسونو كرښې معلومې كړي
او دا راته ووايي، چې ته يې زما په قسمت كې ليكلې يې او كنه؟))
د نيازي په باور لكه څنګه،
چې د ښاغلي استاد سعدالدين شپون نثر تصويري دى، دغسې د بهير شاعري تصويري بڼه لري:
((د شپون صاحب نثر او د بهير صاحب شاعري يو ډول انځورونه لري او د تصوير ژبه يې
ډېره پسته او روانه ده، چې د هرې كچې لوستونكى پرې پوهيدلى شي او هغه مفكورې يې
درك كولى شي، چې ده په شعر كې راوړې دي.))
الياس
وحدت، چې له ډېر مودې د بهير ملګرى پاتې شوى، په دې نظر دى، چې د بهير شاعري له
پيله پخه وه: ((د بهير په اړه خبرې زه له يوې خاطرې نه پيل كوم، نږدې يوه نيمه
لسيزه وړاندې د خوست د اطلاعاتو او كلتور په رياست كې د ګرمى په موسم د شنه چنار
لاندې ناست وو، د خوست وتلى فرهنګپال ځوان فيض الله غمخور راغى او ما ته يې وويل،
چې زه غواړم تا ته د پښتو ژبې د وتلي شاعر رحمت شاه سايل څو بيتونه واوروم، د
بيتونو له اوريدو سره ما ومنله، چې د سائل صاحب دي، ځكه چې همدومره لوړ وو، خو ده
وخندل او ويې ويل، چې دا په خوست كې د يو تنكي ځوان بيتونه دي، چې دا مهال په خوست
ښار كې ګلدوزي كوي، هغه مهال بهير د ګلدوزى كار وبار كاوه.))
وحدت وړاندې د بهير په شعر
كې د ګڼو ځانګړنو د شتون خبره كوي خو وايي، دا چې بهير د شهرت پلوى نه دى، نو ځكه
ډېر نه دى مطرح شوى: ((نورا جان بهير ما ته په ځوانو شاعرانو كې داسې ښكاري لكه
زموږ په سپين ږيرو شاعرانو كې استاد محمد صديق پسرلى، مشابهت يې په دې كې وينم لكه
څنګه، چې د استاد پسرلي لوړه شاعري او شهرت نه شي سره پرتله كيداى، همداسې نوراجان
بهير هم دى. ډيرى كره كتونكي په دې اند دي، چې پسرلى صاحب دومره لوړ شاعر دى،
چېبايد كلونه وړاندې ډېر مشهور شوى واى
خو كره كتونكي د پسرلي صاحب په وړ كچه د نه شهرت علت دا په ګوته كوي، چې دى په
خپله له شهرت سره علاقه نه لري، په ځوانانو كې نوراجان بهير همداسې دى، چې مجبور
يې نه كړې خپل شعر نه درته لولي او نه يې چاپوي.))
وحدت هيله څرګندوي، چې
بهير به په راتلونكي كې ډېر مطرح شاعر واوسي: ((بهير په ټولو ډګرونو كې پياوړى دى،
كه درس لولي په ټولګيوالو كې وتلى وي، كه د كمپپوټر مخې ته كېني كمالونو ته به يې
حيران شې او كه بيا ژورناليستيك كارونه كوي او رپوټ ليكي او لولي يې سړى ډېر خوند
ترې اخلي، زه په دې اند يم چې كه بهير همداسې شاعر پاتې شي او خپلې شاعرۍ ته په
همدې مينه دوام وركړي يو وخت به د پښتو ژبې په وتلو شاعرانو كې وي.))
كه څه
هم ښاغلي بهير د شعر په بيلابېلو صنفونو كې طبعه ازمايلې، خو اساسا د نظم او لنډو
منظومو شاعر دى. اكثر نظمونه يې د روان بهير او حالاتو انځورونكي دي، چې هنري او
تمثيلي ارايه لري. درمل د پورته نظم د تفسير په لړ كې، همدا خبره كوي: (( بهير، په
دې نظم كې يو داسې ځوان ژوند انځور كړى، چې د مور يوازنى زوى دى او په ښار كې
مزدوري كوي، كليوال ژوند لري، په كور كې زركه، وزه، كوكرى لري، مور او محبوبه لري.
هغوى ورته انتظار دي. كله چې كور ته راځي، په سهار يې د بهير په ژبه د خپلو داسې
ډلګۍ بيايي، چې د پرديو په دريشيو او وسلو سمبال دي. همدارنګه دا هم بايد ووايم،
چې بهير، دغه مزدوري، د مور دعا او د محبوبې او نورو انتظار په داسېبڼه انځور كړي، چې د پښتو د انځوريزو شعرونو په
منځ كې يې شاهكار بللى شو.))
ارمان،
دا د بهير د شعر غوره خصوصيت راپه ګوته كوي، چې يو حالت په داسې بڼه انځوروي، چې
په لوستلو سره يې سړى هغه حالت حس كولى شي: (( د بهير يو شمېر نور شعرونه داسې دي،
چې كه انځور له سره پيل كړي، لوستونكى يا اوريدونكى د شعر ترپايه له ځان سره
بيايي، داسې انځور وړاندې كوي، ته به وايي، چې يا كومه صحنه په ټلويزيون كې ګورم
او يا مې مخكې ليدلې ده، د ده يو پخوانى بيت دى، وايي چې:
دلته
كېږدۍ زما د زړه ورته غوړيږي راځي
هلته له
چنګې ملاپړونى شين خالى تاواوي.))
درمل د
پورته ځانګړنو په رڼا كې، بهير د جلا لارې څښتن شاعر بولي: ((بهير په ځوانو
شاعرانو كې هغه شاعر دى، چې شعرونه يې د خيال، فكر او انځورونو له مخې ځانګړى
ليدلورى او ځانګړى سبك لري، كه چېرته كره كتونكي او شعرپوهان د ده شعر ته كتنه
وكړي، انځورونه يې تشريح او ښكلاوې يې را وسپړي، دا به نه يوازې د بهير د نوم په
ځلوونه كې لويه ونډه ولري بلكې دا اغيز به هم وكړي، چې شاعران شعر پنځول زده كړي.))
جيلاني جلان، د بهير
نظمونه د هغه تر غزلونو اوچت ګڼي او وايي، چې په نظم كې لوى لاس لري: (( نوراجان
بهير، په ځوانو شاعرانو كې تكړه شاعر دى، په غزل كې ډېر پياوړى دى خو د غزل په
پرتله په نظم كې ډېر پياوړى دى، ځينې نظمونه يې، چې ما اوريدلي او يا لوستي دي،
ډېر خواږه دي او ژبه يېډېره روانه ده او
ښه موسيقيت لري.))
الياس وحدت يې په نظمونو
كې هنري او په تېره عاطفي قوت ته ځير شوى او وايي: ((په نظمونو كې يې دومره زور دى،
چې په اوريدو يې سړى حيران شي، يوازې عاطفه نه ده، انځورګري نه ده، دومره لوړ هنري
او عاطفينظمونه ليكي، دومره انساني درد په
كې وي، چې سړى حيران شي. په دې وروستيو كې يې، چې كوم نظمونه ليكلي، په ځينو
مشاعرو كې لوستي او يو شمېر سايټونو كې هم خپاره شوي دي، دومره تود هركلي يې شوى،
چې د ده په همزولو شاعرانو كې به د بل پښتون شاعر نه وي شوى.))
خو عنايت ديدار، چې تر
ډېره د بهير نظمونه خوښوي او هغه يې لوستي هم دي، دې پايلې ته رسيدلى، چې هغه
فلسفي فكر كوي او يوه غيرعادي خبره رانغاړي: ((بهير، اجنبي او غير عادي خبرې كوي،
ژوند ته ګوري او په مرګ فكر كوي انسان ته نظم ليكي، د دې هرڅه لپاره هوش او ژور
فكر ته اړتيا ده خو بنده بيا كله كله له خپل خود نه فرار كوي او د فرار لارې ګوري،
دى د ماشومتوب په نامه نظم كې وايي چې:
كاش چېيوځل موږ بيا دواړه ماشومان واى
تور ماښام له كوره لاس په
لاس روان واى
ما بريتونه د غنم له توركو
جوړ واى
ستا پر پزه د شوتلې ګل
پيزوان واى))
ديدار د دغه نظم په اړه
وړاندې وايي: ((دا اوږد نظم دى خو دلته موږ وينو، چېشاعر ته يو فكر پيدا شوى او دې فكر ترې ځواب
غوښتى دى، دى چې له ځوابه عاجز شوى دى او له خپل فلسفي فكره تنګ شوى دى نو بېرته
يې ماشومتوب غوښتى دى او موږ دې شي ته په فلسفه كې اپراسيونالېزم وايو.
اپراسيوناليزميا د عقليت ضد، وايي چې عقل د هغې تتې ډېوې په
شان دى، چې يوه دښته كې بې معنى او بې مطلبهسوځي او د دې ډېوې رڼا ټولې دښتې ته نه رسيږي، هغوى وايي، چې په ټولنه كې په
هوش سړى به هميشه د نورو غمونه ځوروي.))
د ديدار په نظر د بهير
شاعري د اوچت معيار شاعري ده او يو مستانه بغاوت په كې نغښتى دى: ((زما په اند
بهير، هغه شاعر دى، چې زموږ د زلمو شاعرانو، د لوړ معيار درلودونكو شاعرانو په
ليكه كې راځي، د ده په شعرونو كې نوښت دى، مستانه بغاوت دى، د ده شعرونه ژوند
بيانوي، د ده په شعرونو كې د مرګ په اړه فكر دى، زما په فكر ټول هغه توقعات، چې
موږ يې له يوه هنرمند نه لرلى شو د بهير په شعرونو كې شته.))
دا هم د بهير يو ښكلى او رنګين نظم، چې پورته
يادې ځانګړنې په كې په څپو دي:
ماشومتوب
كاش چې يو ځل موږ بيا دواړه
ماشومان وى
تور ماښام له كوره لاس په
لاس روان وى
ما برېتونه د غنم له
(توركو) جوړ وى
ستا په پزه د شوتلې ګل پېزوان
وى
سوې منډې مو وهلى شنو پټو
كې
اوربلكې مو نېولى په لاسو
كې
ما خپل بند موټى تر تا در
رسولى
تا پرانېستى، ترې ټومبلى دې
وېښتو كې
زه په بوټو كې لوېدلى، جګيدلى
ته پر پوله، په ملاماته،
خنديدلى
لوڅو پښو، خړو ګونډو ته مې
پام نه وى
ستا خوښ كړي پتنګان مې رانېولى
وى په غلا پسې وتلي د
بادرنګو
له وياړو نه مو وېستى بوټي
د بنګو
چې راتلى نو زما ښى لستوڼى
پرې وى
له تا هم ځونډى شليدلى د
لونګو
چې پو كړي مو وى، ځاله د
بمبرو
وى راوتې، له يوه غاره په
لښكرو
څو په ما او څو په تا پورې
وى نښتې
بيا رېشخند وى، د همزولو،
وړو سترو
تيريدى راباندې ټول
بادونه، لړې
لاس او پښې مو وى، په خټو
كې ككړې
د ادې بابا له وېرې نهر
ناست وى
ياديدى پر دسترخوان د ورځې
شخړې
كاش وى يو ځل بيا ستانه تر
ماشومتوبه
تر هغه سپيڅلي ژونده، لېونتوبه
ته وى تېره له پښيمانه پېغلتوبه
زه هم تېر وى له نيم
ژواندي زلميتوبه
ښه شاعران د ښې ژبې او پر
خپل ځاى د كلماتو كارونې ته ډېره توجه كوي، ځكه پوهېږي، چې شعر د كلماتو يوه ټولګه
ده او په دې برخه كې د نه دقت او پاملرنې له كبله شعر بدرنګه او پيكه ښكاريږي.
بهير هم د همدغه اصل په نظر كې نيولو سره هڅه كړې، چې ژبه سمه، ښه او شاعرانه
وكاروي. د كلماتو په اوډون او كارونه كې هم بهير له پوره دقت څخه كار اخلي، ښايي
همدا علت دى، چې د ده په شعرونو كې ډېر كم اضافي توري او كلمات تر سترګو كېږي.
ارمان، د بهير الفاظ شرنګيدلي
الفاظ بولي: ((بهير، نه يوازې دا چې انځورونه ښكلي وړاندې كوي بلكې د شعر الفاظ يې
موزون دي، اهنګ لري او شرنګيدلي دي او په همدې وسيله خپل شعر په لوستونكو لولي.))
جيلان، د سيمه ييزې لهجې
كارونه، د بهير د شعر ښكلا په ګوته كوي، چې هنري انداز لري: (( د ده په عزلونو او
نظمونو كې كليواله لهجه ډېره په هنري بڼه راوړل كيږي، چې دا د ده د شعر ښكلا لا
پسې زياتوي،
لكه:
زړونه يې وسكونډل ګلونه يې
را وټوكول
لا يې ښكاره د خندا ليكه
په وښكي كې نه وه
نن د بير په لاس تانده
غوټۍ نه ښكاريده
نن ستا د لاس نښه د باغ په
ديوالګي كې نه وه
وښكۍ او ديوالګۍ كليوالې
كلمې دي، كه بديل يې بل څه وه ښايي دومره خوند يې نه وى كړى.))
خو درمل بيا په بل نظر دى
او وايي، چې بهير كليوال ژوند انځوروي خو نه په كليواله ژبه: (( بهير كليوال ژوند
انځوروي خو نه په كليواله ژبه، لكه موږ او تاسو، چې د ولسي شاعرانو ژبه ګورو.))
دا هم د بهير د كليوال
ژوند انځوروونكى نظم:
په سپوږمۍ كې تصوير يو
دى
له خونده ډكه شپــه د اوړي
له هر ځاى، له هره لــوري
له هر بام، له هر انــګړه
نه
بلا خلك، لــكه ستــوري
لكه ستوري رڼې سترګې
د اسمان لور ته ورګوري
***
د اسمان په شنه وجـــود كې
ښايسته سپينه سپوږمۍ ده
د سپېڅلي سپين رنګ ټولګه
لــه نور جوړه شهزادګــۍ
ده
ګــرده مرده، غونــډه منــډه
بس د څوارلسو جېنـۍ ده
***
ماشوم ځان سره موسكى شي
خپـلې كړنې ژونـدۍ وينــي
د سپوږمۍ پــه آيېنه كــــې
دوې ماشومې شوخۍ ويني
شى پټ كړى، غوږ تاؤ كړى
د همزولې خوركۍ وينــي
***
شېبه وروسته له حيا كړي
لـمـن تـــاوه پــه غــاښو
كې
د رنګ سره يې لا سيوا شي
وړو ګل، ګل انــنــګو كــې
مور له دواړو غېږ چاپېره
دى موسكى خور يې سلګو كې
***
شوخ ماشوم له دې تصــويره
سترګې پټې كړي ويــده شي
خو چې ويښ شي دا هر څه ترې
خدايزه هېر شي او كه څه شي
د ســحر چـــايـو پـر ســر
يـــې
بيا لـــه لاســه ورانــى
وشـي
***
يوه پېغله هم سپوږمۍ ته
ځان نږدې له جهان ويني
پـــه هـــمزولــې ايـېـنه
كـــې
ترڅنګ ناست خوږ جانان ويني
په خپل ځوان بايللي زړه كې
د مـستـيــو تــوپــان ويــنــــي
***
يــو د وصل تــور ماښام يې
زړه ته راشي، په هــــــوا
شــي
د شنه باغ خړ څنډلي ته يــې
يار ناست، دا ورته
راشــــــي
ځوان له وېرې وره ته ګوري
نجلۍ كټ، كټ په خندا شي
***
د نــجلـۍ د خـــنــدا كــړس
تــه
مور په كټ كې ټوخى وكــړي
دا لـــه شــرمــه تــكه
سره شـــي
ټكرى خور، مخ پوټى وكــړي
ټوله شپه خوب كې جانان وي
ســهــار ســوړ اسوېلــى
وكــړي
***
يـــــو بــــوډا هـــم دا
هــنــداره
د خپل ژوند مخ ته نېولــې
چې په ده زلمي به مړې وې
پكې ګوري پېغلې ښـكلې
په نيمكښ وره كې ولاړې
د بـــلۍ پـــر سر
خـتـلـــې
***
له دې هم څو ګامه وړاندې
بـــوډا سـر شــو پـــه ټــوپــونـو
اوس ماشوم دى خيږي لويږي
پــه شــنـو ونـــو، دېــوالـونـو
د ښارو ځالې يې چاڼ كړې
پـــه وړو، وړو
لاســـونــــو
***
د پلاني ماما دوى باغ كې
شنې لوچې، سره ګلابونــه
ده جوړه څـــپلۍ پـــه
لاســــو
جوړ د تېـښـتــې تـدبيرونه
لــه دېواله غــواړي واوړي
غواړي راوړي ډك جېبونه
***
اوس ګلاب په لاس ولاړ دى
د هــمــزولـې جېـــنۍ
خواتــه
د يوې پښې پونده يې جګه
اغـــزي څـــوكـــه پكې
ماتـــه
د نجلۍ په لاس كې ستن ده
ګـــوري ده تـــه، كــله
شاتــه
***
لاس د دوو همزولو رېږدي
لاهــم پاتــې اغزى مات دى
اوس خـو بلــه هــم لا
شــوې
د هغې يو بنګړى مات دى
د بــانې يــو تــورى
نشــته
پخوا هم يو منګى مات دى
***
دوى په غلا يو بل ته ګوري
ستن په هېره له پښې ووځي
دواړه يــو ځــاى ټكني
شــي
يو ګډ آخ يې له خولې ووځي
د بوډا په ملا كې برېښ شي
لــه اوږدې نـنـدارې ووځــي.
***
هر بې ځالې ناست مارغه ته
خپله ځاله سپوږمۍ ښكاري
چونګ اوبو كې لوڅ ماهي ته
باكمالــه سپوږمۍ ښــكاري
لـنـډه دا چـې هـر، هـر څـه
تـه
خبرهاله سپوږمۍ ښكاري
***
شپه يوه ده، شوګير يو دى
په سپوږمۍ كې تصوير يو دى
مــيـن ډېـــر
خـــوبــونــه ويـنـي
خـــو د ټــولـــو تـعبـير
يـــو دى
رنګ د هــرې كــړۍ بېل دى
لـــه تـقـديـره زنځيــر
يو دى
د ښاغلي نوراجان بهير
شعرونه، له ښكلاييز اړخه ځينې نورې ځانګړنې هم لري، چې پخپل وخت او د هغه د شعري
ټولګې تر چاپ وروسته پرې خبرې وكړو.