ليكونكى: ډاكتر سيد بهاؤالدين مجروح
ژباړونكى: صديق الله بدر
سيد جمال الدين افغاني
او
د ختيځ او لوېديځ مخامختيا
يادونه: د ډاكتر سيد بهاؤالدين مجروح دا ليكنه په ۱۳۵۵ لمريز كال د كب په مياشت كې په هغه پرتمين سيمينار كې اورول شوې وه، چې د افغانستان جمهوري دولت له خوا د ختيځ د نابغه سيد جمال الدين افغان د مړينې د اتيايم تلين په وياړ جوړ شوى و.
دلته يوازې د دغې ليكنې يوه لنډه برخه راوړم او پوره ليكنه به انشاالله ډېر ژر په ليكه كړم.
بدر
سيد جمال الدين افغاني؛ د معاصرې نړۍ يو له اسرار امېزو، په زړه پورې او له معنى څخه ډكه څېره ده،
اسراراميزه له دې كبله، چې د هغه د ژوند ځينې مرحلې تر شك و ترديد لاندې راځي او د البرت حوراني په وينا: (( هغه خپل ځان ته افغان وايه او دښمنان يې هغه ايرانى بولي.))
سربيره پر دې لاهم د هغه د ژوند او هڅو ځينې مهم اړخونه لكه څنګه، چې حتمي برېښي په پوره توګه روښانه شوي نه دي. په زړه پورې والى يې په دې كې دى، چې هغه د لرغونو فلاسفو لكه ابن سينا او ابن رشد او هم په نوې معنى د يو سياسي متفكر او هم د يوه مجاهد او مبارز، ورځپاڼه ليكونكي او هنګامه غوښتونكي او ماجراجو څېرې په توګه وځلېد.
خو هغه څه، چې په ځانګړي ډول د دغې څېرې اهميت لا زيات كړ او هغه ته يې ځانګړې معنى وبښله، هغه د نړۍ د تاريخ له سترې پېښې يعنې د اسلامي ختيځ له تمدن سره د لوېديځ د تمدن مخامختيا او د تاريخ د ستر بهير له فعالې ونډې اخستنې څخه عبارت و.
په دې پېښه كې د سيد جمال الدين افغاني دريځ (موضعګيري) د يوه تمدن په وړاندې د بل تمدن موضعګيري وه. هغه له يوه داسې ستر تاريخي بهير څخه استازيتوب وكړ، چې لاهم د تاريخ برخه نه ده ګرځېدلې او موږ نن په ډېر جدي ا و پېچلي ډول له هغه سره مخامخ يو. د سيد جمال الدين افغاني د شخصيت د معنى او مفهوم په اړه لږ فكر هم خامخا موږ دې ته هڅوي، چې د نننۍ نړۍ غټې فرهنګي او ټولنيزې ستونزې مطرح كړو.
كه چېرې څوك هڅه وكړي، د دغه نړيوال شهرت علت او د دغې تاريخي څېرې عظمت او سترتوب د هغه له كم شمېر، خورو ورو اثارو له مخې پيدا كړي، له يوې ژورې نهيلۍ سره به مخ شي او ډېر ژر به وپوهېږي، چې د سيد جمال الدين شخصيت د هغه له اثارو غايب دى. دا ټكى لاهم د هغه څېره په زړه پورې كوي، كه څه هم د هغه ډېر مهم او يوازينى اثر هماغه د هغه ژوند او دوامداره هڅې وې. د هغه افكار او نظريات د هغه د هڅو او مبارزو په نفس كې نغښتي او ونه توانيد د هغه د ژوند له عملي جنبې څخه بېل او د يوې نظري طرحې په بڼه راڅرګند شي. كېداې شي وويل شي، چې پخپله سيد، د هغه شخصيت او مبارزې پخپل ذات كې يوه په غورځنګ او حركت كې يوه ژوندۍ مفكوره وه.