ويناوال: صديق الله بدر
تږى ګريوان
ښــه مــې ګــورې، ډېر ارمانه ستــړى يم
مــــه مــــې لټـــوه جــانــانــه ستــړى يم
نه مــې شته سكـون، قرار مې نشته دى
ډېـــر لـــه دې مكـــان زمـــانــه ستــړى يم
څــــه كـــه ســـره لمبــه رالــره ځمكه شوه
ستــــا د لاســه هــــم اسمـانـه ستــړى يم
وچـې مـــې چينــــې د ستـــرګو نــه ګــوري
تـــږى، لــه دې خپـــل ګـــريوانـــه ستــړى يم
دومــره بــــدره ستـــــړى لـــه چـــا نـــه يمـــه
څــومـــره چــــې لـــه خپله ځانـه ستــړى يم
۱۳۸۷/۶/۱۸