مركه: صديق الله بدر
د سيمو تاريخي جغرافيه(۱۳)
كابل

له علامه استاد پوهاند رشاد سره مركې
پوښتنه: درنه استاده! د كابل ترټولو زوړ نوم څه شى دى او تر ننه په كومو نومونو ياد شوى دى؟
ځواب: د كابل ترټولو زوړ نوم كوبها دى، كوبها په رګويد كې راغلى دى. رګويد د ويدونو ډېر مهم او لومړى جز دى. وايي، چې په ريګويد كې د هندوكش د جنوب د څو سيمو نومونه راغلي دي او دا د دې لپاره دليل كېداى شي، چې دا كتاب په دغو سيمو كې ليكل شوى دى. هغه جغرافيايي نومونه دا دي: كوبها د كابل لپاره، كرومو د كرمې لپاره، ګوماتي د ګوملې لپاره، سواستو د سوات لپاره او داسې نور.
د رګويد د ليكلو زمانه غالبا ۴۵۰۰ كاله مخكې ده، ځكه خلك داسې ليكي، چې ۲۵۰۰ كاله تر ۳۰۰۰قبل الميلاده پورې په دغه وخت كې دغه دوره د ويدونو دوره وه.
تر كوبها وروسته، چې كوم نوم د كابل لپاره ليكل شوى دى، هغه كابورا دى. د مديترانې د بحيرې د غاړې يو جغرافيه ليكونكي سترابون ۲۰۰۰ كاله مخكې يو كتاب ليكلى دى او په هغه كې يې كابورا ظبط كړى دى. د ژبپېژندنې له مخې داسې معلومېږي، چې "ل " تر " ر" وروسته دى، يعنى د كابل كلمه د دغه سيمې لپاره غالبا تر كابورا وروسته راغلې ده.
پس له هغې څخه د كابلشاهانو په دوره كې دا" ر" په " ل" باندې اوړي او كابل ځنې جوړېږي، د دې سيمې هغه پادشاهان، چې دې سيمې ته د اسلام د راتګ له دورې سره مصادف دي، هغه د كابلشاهانو په نامه يادېږي.
پوښتنه: پخوا دغې سيمې څومره ساحه احتوا كوله؟
ځواب: اداري واحدونه هميشه لپاره معين نه وي، خو يو وخت د دې سيمې د ادارې لوى مركز په كاپيسا كې و. دا خبره د چيني زاير هيوان څانګ په سفرنامه كې توضيح شوې ده، نوموړى چې كله له پېښوره رااوړي دغه سيمه د كاپيسا پر دولت پورې تړلې ګڼي او زه ګمان كوم، چې دا وخت د ننګرهار د ادارې واك د كاپيسا د حكومت تر سلطې لاندې و.
پوښتنه: ويل كېږي، چې تر اوومې ميلادي پېړۍ مخكې دغه سيمه تقريبا هېره شوې وه، تاسې په دې اړه څه نظر لرئ؟
ځواب: هو، همداسې ده، خو دا سيمه د لوى احمدشاه بابا " رح" د پادشاهۍ په لومړي كال د كندهار د پادشاهۍ جز و. يو ځل د كندهار د دربار له خوا د كابل والي يا نايب الحكمه سردار جان خان و، دى په اصل كې پوپلزى و، نوموړي د خپل حكومت په وختو كې د كابل ديوال، چې ډېر نړېدلى و، ترميم كړ او ډېر نور كارونه يې هم ترسره كړل، چې كابل تر يو حده خپل پخوانى برم بيا ترلاسه كړى. خو كله چې د تيمور شاه په زمانه كې پايتخت ورته انتقال شو، نوره هم توجه ورته زياته شوه، دا خبره به سهي وي، مګر كابل او د كابل د لارو كوڅو او د هغه د ديوال جوړولو اساسي كار د اعليحضرت احمد شاه باباى كبير په وختو كې شوى دى.
پوښتنه: ځينې خلك وايي، چې د كابل پخوانى نوم كاه پل و، كه په دې اړه معلومات راكړئ.
ځواب: په ژبپوهنه كې يوه ايتمولوژي ده او بله فوك ايتمولوژي. ايتمولوژي دې ته وايي، چې د يوه لغت ريښې او د هغه شاخې وپلټي او فوك ايتمولوژي بيا په ژبپوهنه كې د عاميانه ريښې پلټنې دي، كاه پل هم له همدغه جملې څخه دى او د عوامو جوړې كړې خبرې دي. كاه د پروړ او پل د پله په معنى ده، د دې لپاره عوام دليل راوړي، چې كله پل جوړ كړ شو بيا كاګل وركړ شو او هغه يې كاه پل وباله، چې دا سهي نوم نه دى او دا ډول څېړنې له ژبنيو تحقيقاتو سره سم اړخ نه لګوي.