لیکوال: صدیق الله بدر
فرمان
سيما د خپل مېړه په ليدو، چې په دوو چګسونو، په ډېرې خوارۍ ستړى اوستومانه پر دروازه راننوت، په منډه د كور د خاوندې له كوټې د هغه مخې ته ووته، هغه يې له لاسه ونيو او كرار كرار خپلې كوټې ته وخوځېدل.
په تګ تګ كې سيما له ځانه سره لګيا شوه:(( ښه شو، هغه دې په دار كړي، زجر كشه دې كړي.))
مېړه يې ځاى په ځاى ودرېد:(( څوك دې په دار شي، د چا خبره كوې، كه د هغه ظالم خبره كوې، هغه څوك په دار كولى نه شي، دا چې بندي شو، دا هم لويه خبره ده.))
د خاوند له دې خبرې سره، د سيما د څو شېبو مخكې نيمه خوشالي يو دم په غم بدله شوه، په سترګو كې يې اوښكې ډنډ شوې او داسې ورو ورو او په ډېر زحمت يې د كوټې په لور ګامونه اوچت كړل، ته وا ډېر دروند پېټى پر ولو وړي.
د كوټې په يو كنج كې غلې كېناسته او په ژړا سر شوه. خاوند يې هم نږدې ورسره كېناست او ويې ويل: (( ژاړه مه، مه خپه كېږه، هسې په ناپامۍ كې مې دا خبره له خولې ووته. ما ته خپل سوګند په ياد دى، زه به بيا هيڅكله هغه خبره نه در په يادوم، خو تا څه داسې خبره وكړه، چې ما ويل د هغه خنځير زاني خبره كوې.))
بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب