تبليغاتX
د لونګو دريڅې
ادبي او فرهنګي وېبلاګ
 لیکنه:عبدالعزيز بابا جان

ليكوال: صديق الله بدر

 

نامتو څېرې(۶)

عبدالعزيز بابا جان

 

عبدالعزيز الكوزى كندهارى مشهور په بابا جان د مرزا عطا محمد خان الكوزي كندهاري زوى، په ۱۲۶۶ لمريز كال په غزني كې زېږېدلى دى. هغه وخت د ده پلار د غزني مستوفي و. د عبدالعزيز كورنۍ يوه ډېره علمي كورنۍ وه او دى له هماغه وړوكتوبه د خپلې دغې علمي كورنۍ په سيوري كې رالوى شو او د وخت مروج او متداول علوم يې زده كړل. 


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر87/04/07  |
 لیکنه: محمد امين خوږياڼى

ليكوال: صديق الله بدر

محمد امين خوږياڼى

 

د غازي امان الله شاه په وخت كې، چې په هيواد كې د نوې ښوونې او روزنې د ترويج لپاره هڅې پيل شوې، ده د ننګرهار په خوږياڼيو كې د (شجاعت) په نامه د يوه ښوونځي بنسټ كېښود

 

محمد امين خوږياڼى؛ د مولانا محمد اسرائيل زوى، په ۱۲۷۸ لمريز كال د مرغومي په مياشت كې د ننګرهار د خوږياڼيو ولسوالۍ، د كيناباد په كلي كې زېږېدلى دى.

محمد امين خوږياڼى لومړنۍ زده كړې له كوره پيل كړې او بيا يې له نورو جيدو علماوو څخه د وخت مروج علوم زده كړل او د لاهور په نعمانيه او د تاكال په اسلاميه كالج كې يې د عربي علومو امتحان وركړ.


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر87/03/13  |
 لیکنه: ميمنه گي؛ شخصيت هنرمند و مرد علم و سياست

نويسنده: صديق الله بدر

 

ميمنه گي؛

 

شخصيت هنرمند و مرد علم و سياست

 

ميمنه گي علاوه بر يك شخصيت هنرمند، مردعلم و سياست نيز بود و از جمله اشخاص سرشناس جنبش مشروطيت به حساب مي رفت

 

 

غلام محمد ميمنه گي در سال 1252 هجري شمسي در شهر ميمنه چشم به جهان گشود. پدرش كه عبدالباقي نام داشت و از جمله معروفترين و پر اوازه ترين شخصيت هاي منطقه اش بود؛ به اتهام همكاري با سردار محمد ايوب خان همراه با چند تن ديگر به كابل اعزام و بعد به قتل رسيد و غلام محمد در اوان طفوليت از سايه و مهر پدري محروم گرديد.


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر87/03/02  |
 ليكنه: زابلي، په افغانستان كې د بانكدارۍ بنسټګر

ليكوال: صديق الله بدر

 

زابلي؛

 

په افغانستان كې د بانكدارۍ بنسټګر

 

 د يو شمېر نورو افغاني سوداګرو په ملتيا يې د ملي بانك او سهامي شركتونو بنسټ كېښود. 

 

عبدالمجيد زابلي د عبدالحكيم خان تره كى زوى، په ۱۲۷۱ لمريز كال په هرات كې زوكړى و. پلار يې په مشهد، تاشكند او بخارا كې په تجارت او سوداګرۍ بوخت و.

زابلي خپلې لومړنۍ زده كړې په تاشكند كې سر ته ورسولې او په اماني دوره كې په مستوفيت او ګمركاتو كې په دنده وګومارل شو، چې په ګمركاتو كې تر يوې لنډې مودې خدمت وروسته يې ماموريت پرېښود او د لوړو زده كړو لپاره تاشكند ته لاړ او بيا له هغه ځاى نه يې مسكو او المان ته هم سفرونه وكړل.

په مسكو كې د استوګنې په وخت كې ده خپل كور د افغانستان سفارت ته وركړ او د افغانستان سفارت په كې ځاى پرځاى شو.


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر87/02/31  |
 لیکنه: رِښتينى خدمتګار

ليكوال: صديق الله بدر

رښتينى خدمتګار

 

ډاكتر عبدالوكيل

 

ډاكتر وكيل د رسمي او دولتي چارو په بهير كې خلك په معاصره بڼه باغدارۍ ته هڅول او د وطن د آبادۍ او سرلوړى په موخه يې د خاورې پېژندنې، د څړځايونو د اصلاح او زياتېدو، د قرانطين او نباتاتو د ساتنې، د اوبو لګولو او وړو بندونو او د پروان د اوبو لګولو د پروژو بنسټ كېښود.

 

ډاكتر عبدالوكيل، د ۱۳۰۲ لمريز كال د وري په مياشت كې، په كابل كې په يوه دينداره او علم پروره كورنۍ كې نړۍ ته سترګې پرانستې. خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې د استقلال او غازي په عالي لېسو كې او لوړې زده كړې يې په هندوستان، امريكا او لندن كې پاى ته ورسولې.

په ۱۳۲۵ لمريز كې د لايلپور له پوهنتون څخه د ليسانس په ترلاسه كولو وطن ته راستون شو او پوره دوه كاله د كابل په عالي دارلمعلمين كې په تدريسي چارو بوخت شو.
بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر87/01/16  |
 ليكنه: افغان ناشر

ليكوال: صديق الله بدر

 

افغان ناشر

 

شير محمد خان

 

يادونه: د ۱۳۸۲ لمريز كال له پيله ما په كليد مجله كې د (چهره ها) په نامه يوه پاڼه لرله، چې په هغه كې به مې د افغانستان هغه ستر او نوميالي شخصيتونه، چې پخپل ژوند كې يې د افغانستان د آبادۍ لپاره هلې ځلې كړې وې، معرفي كول. زما د دې ليكنو يوه ټولګه د نامتو څېرو په نامه د كليد ګروپ له خوا په ۱۳۸۳ لمريز كې چاپ هم شوه خو دويم ټوك يې تر اوسه له چاپه پاتې دى.

 زما دا ليكنې څه زياتونو ته اړتيا لري، له دې امله هيله كوم د دې لړۍ هره ليكنه، چې لولئ که د ياد شخصيت په اړه  څه معلومات درسره وي نو راسره يې شريك كړئ.

ستاسو د ملتيا په هيله.

 بدر

 

شير محمد خان، چې پلار يې محمد ګل افغان نومېده، په ۱۲۵۶ لمريز كال د غزني په قره باغ ولسوالۍ كې زوكړى او په قوم خروټى پښتون و. نيكونه يې له پخوا زمانې په تجارت بوخت وو او ده هم د نيكونو لاره خپله كړه. خان تر ۱۵ كلنۍ پورې د پلار تر روزنې لاندې و او په ۱۶ كلنۍ كې د خپل پلار په لارښوونه د تجارت لپاره هند ته لاړ او پوره دوه كاله يې هلته تېر كړل. له هند نه په راستنيدو، چې په تجارت كې يې پوره مهارت ترلاسه كړى و، پخپلې شخصي پانګې يې تجارت پيل كړ.


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر87/01/11  |
 
 
پورته