تبليغاتX
د لونګو دريڅې
ادبي او فرهنګي وېبلاګ
 مرکه: گندهارا

مركه كوونكى: صديق الله بدر

د سيمو تاريخي جغرافيه (۱۵)

ګندهارا

له علامه استاد رشاد سره مركې

        پوښتنه: درنه استاده! كه مهرباني وكړئ او وواياست، چې د ګندهارا تاريخي بهير له كوم وخت نه راپيلېږي او دې سيمې د افغانستان څومره ساحه احتوا كوله؟

        ځواب: ګندهارا د افغانستان يوه ډېره زړه، تاريخي او پخوانۍ سيمه ده، چې په خپل وخت كې د علم او مدنيت زانګو بلل كېدله او د ګندهاري مدنيت په نامه يو مدنيت ياديږي.

        د ګندهارا يا د ګنده هار په نامه په دايره المعارف كې د يو كلي نوم ليكل شوى دى، چې دا په لغمان كې واقع دى. زه ډېر خوشاله شوم، چې د هغې لويې او تاريخي ګندهارا بقايا اوس هم په دغه سيمه كې شته، خو اوس يې ما موقعيت ونه شو ټاكلى.

        د ګندهاراوتي په نامه يو بل كلى په اوجين كې واقع دى، اوجين په منځني هندوستان كې د يوه لوى ښار نوم دى، د هغه په حواشيو كې د دغه ګندهاراوتي په نامه يوه كوچنۍ سيمه ده او هلته د هندوانو يو لوى زيارت موجود دى، چې دوى يې مهاكالا بولي.


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر87/07/18  |
 مرکه: هرات

مركه: صديق الله بدر

د سيمو تاريخي جغرافيه(۱۴)

هرات

له علامه استاد رشاد سره مركې

پوښتنه: درنه استاده! كه مهرباني وكړئ د هرات په تاريخي او فرهنګي بهير يو څه رڼا واچوئ خوشاله به شوو.

ځواب: هرات د افغانستان له زړو او پخوانيو ښارونو څخه دى، چې اوس هم يو ولايت په دغه نامه يادېږي.

د هرات ذكر د اوستا په هغو شپاړسو ايالتونو كې راغلى دى، چې د اريانا ويجې اجزا وه او هلته د هريوا په نامه ظبط دى. وايي، چې سكندرمقدوني، چې په ۳۲۹ قبل الميلاد كې پر هرات وكړله هلته يې يوه سكندريه جوړه كړه او بيا يې له هغه ځايه په كندهار باندې بريد وكړ.


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر87/06/08  |
 مرکه: کابل

مركه: صديق الله بدر

د سيمو تاريخي جغرافيه(۱۳)

كابل

له علامه استاد پوهاند رشاد سره مركې

پوښتنه: درنه استاده! د كابل ترټولو زوړ نوم څه شى دى او تر ننه په كومو نومونو ياد شوى دى؟

ځواب: د كابل ترټولو زوړ نوم كوبها دى، كوبها په رګويد كې راغلى دى. رګويد د ويدونو ډېر مهم او لومړى جز دى. وايي، چې په ريګويد كې د هندوكش د جنوب د څو سيمو نومونه راغلي دي او دا د دې لپاره دليل كېداى شي، چې دا كتاب په دغو سيمو كې ليكل شوى دى. هغه جغرافيايي نومونه دا دي: كوبها د كابل لپاره، كرومو د كرمې لپاره، ګوماتي د ګوملې لپاره، سواستو د سوات لپاره او داسې نور.


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر87/06/04  |
 مرکه: وردگ

مركه: صديق الله بدر

د سيمو تاريخي جغرافيه(۱۲)

وردګ

له علامه استاد پوهاند رشاد سره مركې

پوښتنه: درنه استاده! مهرباني وكړئ وواياست، چې د وردګ تاريخي بهير له كوم وخته راهيسې پيلېږي؟

ځواب: د افغانستان لوى تاريخ ليكونكى ارواښاد احمد علي خان كهزاد پخپل كتاب( د افغانستان پخوانى تاريخ) كې يو ځاى ليكي: " ورديګا او برسايا( وردګ، بړيڅي) په ويدونو كې راغلي دي."

د ويدونو زمانه، د حضرت محمد(ص) تر زوكړې دوه يا دوه نيم زره كاله پخوا ده او دا به په اغلب ګمان په تاريخي اسنادو كې د ويردګ يا وردګ تر ټولو لرغونې يادونه وي.


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر87/06/03  |
 مرکه: شېرپور

مركه: صديق الله بدر

د سيمو تاريخي جغرافيه(۱۱)

 

شېرپور

 

له علامه استاد پوهاند رشاد سره مركې

 پوښتنه: درنه استاده! كه مهرباني وكړئ د شېرپور پر تاريخي بهير او ارزښت رڼا واچوئ، خوشاله به شوو.

ځواب: اعليحضرت امير شېرعلي خان د افغانستان يو مدنيت پروره او د افغانستان ترقي غوښتونكى پاچا د امير دوست محمد خان زوى و. د ۱۲۷۹ سنې د لوى اختر د مياشتې په يوويشتمه، چې امير دوست محمد خان وفات شو، پرځاى يې د همدغې مياشتې په څلېرويشتمه نېټه امير شېرعلي خان ته په هرات كې بيعت واخيستل شو.

امير شېرعلي خان په افغانستان كې دوه ځلې پاچهي كړېده، يو وارې درې كاله تر ۱۲۸۲ پورې او بل ځل لس كاله او څو مياشتې، چې له ۱۲۸۵ څخه تر ۱۲۹۶ ه ق پورې د افغانستان پاچا و. د اعليحضرت امير شېرعلي خان په دوهمه پاچهي كې د افغانستان لومړۍ كابينه جوړه شوه، چې د هغه صدراعظم سيدنورمحمدشاه كندهاري و، چې اوس په كابل كې سيدنورمحمدشاه مېنه د هغه په نامه يادېږي.


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر87/05/29  |
 مركه: روه(پښتونخوا)

مركه: صديق الله بدر

د سيمو تاريخي جغرافيه(۱۰)

روه ( پښتونخوا)

 

 

له علامه استاد پوهاند اكادميسين عبدالشكور رشاد سره مركې

 

پوښتنه: روه څه معنى ښندي او د تسميې وجهه يې څه ده؟

ځواب: د پښتونخوا پخوانى نوم روه دى، چې په سانسكرېټ كې د لوړې ځمكې او لوړ ختلو معنى لري. دا چې پښتونخوا ته هندوستانيانو روه ويلى دى، دا به د لوړوالي د عنصر په دلالت باندې منځته راغلى لفظ  وي، ځكه چې افغانستان تر هندوستانه ډېر جګ واقع دى او دوى هم د همدغه جګوالي په وجه باندې دې سيمې ته روه وايه.

د روه كلمه په پښتو ادبياتو كې هم ډېره راغلې او خوشال خان خټك پخپلو اشعارو كې ځاى ځاى استعمال كړې ده:

چې د روه په ملك كې ښه پښتون يادېږي

نن مهمند، بنګښ، وركزي او اپرېدي دي


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر87/05/24  |
 مرکه: خراسان او افغانستان

مركه: صديق الله بدر

د سيمو تاريخي جغرافيه (۹)

 

خراسان او افغانستان

 

 

له علامه استاد پوهاند عبدالشكور رشاد سره مركې

 

پوښتنه: درنه استاده! كه مهرباني وكړئ د خراسان د كلمې په معنى، تاريخي بهير او حدودو يو څه رڼا واچوئ، خوشاله به شوو.

ځواب: د خراسان كلمه، د فخرالدين ګرګاني په قول، چې په ويس و رامين كې يې راوړې ده، پهلوي بلل شوې ده، خو زما په نظر خراسان كلمه له دريو مورفيمو څخه جوړه ده، يو خور، چې د حور په شكل باندې هم دى او اوس يې  مزيد اليه د خورشيد په شكل په فارسي كې مروج دى، چې د لمر معنى لري او بل آس، چې په پښتو كې اوس هم راسه د راختلو او راوتلو په معنى دى او په پهلوي كې د آس كلمه د ګرګاني په قول د راختلو معنى لري او د يان جز، چې يې دى هغه د ځاى معنى لري، چې د پښتو په ياڼه كې دغه نفهوم موجود دى. په باميان كلمه كې هم يان راغلى دى، چې باميان يعنې نوراني ځاى، نو د دغه درې مورفيمه كلمې معنى دا شوه، چې خور يعنې لمر، آس راختل او يان ځاى، دا د عربي مشرق او د فارسي افتاب برامد او زموږ د ختيځ معنى وركوي.

دا نوم د اوسني افغانستان دغرب خلكو پرې ايښى دى، ځكه پر هغو لمر له دغې خوا څخه ورخوت نو هغو دېته خراسان ووايه.


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر87/05/14  |
 مرکه: جلال آباد

مركه: صديق الله بدر

د سيمو تاريخي جغرافيه(۸)

 

جلال آباد

 

 

له علامه استاد پوهاند رشاد سره مركې

 

پوښتنه: درنه استاده! جلال آباد ولې په دغه نامه يادوي او تاريخي بهير يې له كوم وخت نه راپېلېږي؟

ځواب: جلال آباد د ننګرهار مركز دى، كومه سيمه، چې له سروبي څخه د خيبر تر تورخمه پورې غځېدلې ده او د جنوب له لوري سپين غر پرې راګرځېدلى دى، د ننګرهار په نامه يادېږي او د افغانستان يو مهم پښټون مېشته ولايت دى.

جلال آباد په ۹۸۹- ۹۹۰ هق كلونو كې د كابل او شمالي هندوستان د پاچا جلال الدين اكبر مغل( ۹۶۳- ۱۰۱۴ هق) په حكم د كابل مستوفي خواجه شمس الدين خوافي ( ۱۰۰۸ هق) جوړ كړى دى.

پخوا دغه ځاى جوى شاهي يا جوشاهي باله كېده، چې څو ځايه د هغه ذكر راغلى دى. شيخ ابوالفضل علامي( ۱۰۱۱هق وژلى) د اكبر مغل وزير په اكبر نامه كې د جوى شاهي داسې يادونه كړې ده: ((تابوت مېرزا هندال را در جوى شاهي به امانت سپرده، بعد از چند ګاه به كابل بردند.))

د بابر مغل لور ګلبدن بېګم په همايون نامه كې، چې د ۹۸۶ هق تاليف ده، دغه ځاى جوشاهي بولي: ((جوشاهي جاګير خضر خواجه خان بود...))

بايزيد بيات د همايون و اكبر په تذكره كې ليكي: ((بعد از دو روز همايون، بدولت در قلعه جوشاهي فرود آمدند كه حال او را جلال آباد ګويند.))


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر87/05/13  |
 مرکه: ده افغانان

مركه: صديق الله بدر

د سيمو تاريخي جغرافيه   (۷)

ده افغانان

 

 

له علامه استاد پوهاند رشاد سره مركې

 

پوښتنه: درنه استاده! كه مهرباني وكړئ، د كابل ښار د دا افغانانو پر تاريخي بهير او نوموړنې رڼا واچوئ خوشاله به شوو.

ځواب: په پخواني جغرافيه كې د اندلس په نامه په اروپا كې يو مملكت و، هغه د اروپا په جنوبغرب كې، چې اوس هغه ته هسپانيه وايي، د اندلس په ښارونو كې يو ښار تنجه نومېده، په تنجه كې يو سړى، چې په ابن بطوطۀ باندې مشهور دى، زوكړى او لوى شوى دى.

دغه سړى ابوعبدالله محمد دى، چې پخپل ژوند كې يې ټول ۲۹ كاله سفر كړى دى او د اندلس له تنجې څخه د چين تر شرقي څنډې پورې تللى او راغلى دى. د ده كتاب ته رحله بطوطه وايي، خو ټول نوم يې تحفه انظار في غرايب الانصار و عجايب الاسفار دى. دا كتاب ده په ۷۵۶ كې ليكلى دى، چې اوس له هغه څخه تقريبا شپږسوه او څو اويا كاله كېږي.

په دې كتاب كې ده د خپل سفر كوايف، حالات او د ځايونو نومونه ذكر كړي دي. كوم وخت، چې نوموړى كابل ته راغلى او رارسيدلى دى...


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر87/05/10  |
 مرکه: غور

مركه: صديق الله بدر

 

د سيمو تاريخي جغرافيه( ۶)    

غور

 

 

له علامه استاد پوهاند رشاد سره مركې

 

پوښتنه: درنه استاده! كه مهرباني وكړئ د غور پر تاريخي او جغرافيايي موقعيت رڼا واچوئ، خوشاله به شو.

ځواب: غور د افغانستان په منځ كې يو واقع ولايت دى، چې څلور حدوده يې په دې ډول دي: ختيځ ته يې د هزاره ګانو نوى جوړ شوى ولايت دايكندي، شمال ته يې د جوزجان او د فارياب ولايت د غرجستان سيمه پرته ده، لوېديځ ته يې فراه او جنوب ته يې د هلمند د باغران سيمه واقع ده.

د دې ولايت مركز چغچران نومېږي، چغچران د كاسې په دره كې دى، موږ په پښتونستان كې د كاسې يا كسې په نامه يو غر لرو، چې هلته پښتانه اوسي او دا غر له شماله جنوب ته له پاميره تر بلوچستانه پورې غځېدلى دى. دغه د نامه مماثلت دا ښيي، چې د چغچران دره هم يو وخت د كاسيانو د اوسېدلو مركز و او كسې غر هم د كاسيانو د اوسېدلو ځاى دى. كاسي كلمه، چې ده په اور مړي ژبه كې پښتون ته وايي.


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر87/04/20  |
 مركه: باميان

مرکه: صدیق الله بدر

 

د سيمو تاريخي جغرافيه(۵)       

 

باميان

 

 

له علامه استاد پوهاند عبدالشكوررشاد سره مركې

 

پوښتنه: درنه استاده! د باميان تاريخي بهير څه ډول دى او د تسميې وجهه يې څه ده؟

ځواب: باميان، د افغانستان په منځنۍ برخه كې يو ډېر زوړ او پخوانى نوم دى، چې د يوه غره په څنګ كې د واقع سيمې لپاره استعمالېږي، په دغه غره كې د بودا دوې مجسمې ولاړې دي، چې يوه يې ۵۳ متره او بله يې ۳۵متره جګوالى لري.

دا بتان تقريبا ۱۸۰۰ كاله دمخه دلته جوړ شوي دي او د بودايي دين پيروان به لكه مسلمانان، چې حج ته ځي، دغسې د دغه بتانو د زيارت لپاره راتلل.

د باميان كلمه له دوو اجزاوو څخه جوړه ده، چې يو بام ده او بل يې يان. د بام جز، چې يې دى د رڼا معنى لري، تاسو په فارسي كې په بامداد او بامدادان كې دا وينئ،


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر87/04/15  |
 مرکه: خوږياڼي

مرکه: صدیق الله بدر

 

د سيمو تاريخي جغرافيه(۴)                     

 

                                           خوږياڼي

 

                          له علامه استاد پوهاند رشاد سره مركې

 

پوښتنه: درنه استاده! كه مهرباني وكړئ وواياست، چې په ننګرهار كې واقع د خوږياڼيو د سيمې تاريخي بهير څه ډول دى؟

ځواب: د خوږياڼي په نامه رښتيا هم په ننګرهار كې يوه سيمه شته، خو دا نوم يوازې د دغه خوږياڼيو لپاره نه استعمالېږي، بلكې د كندهار په ارغسان كې يو كلى چې د بولدك په ولسوالۍ پورې اړه لري، هغه هم د خوږياڼيو په نامه يادېږي. د كندهار په معروف كې، چې د ارغسان په شرق كې پروت دى هلته هم يو كلى د خوږياڼي په نامه شته. همدا رنګه د غزني په قره باغ كې هم يو كلى د خوږياڼيو په نامه شته، چې په دې ډول موږ ته د خوږياڼيو په نامه څلور ځايونه معلوم دي، خو اوس به خاصتا د خوږياڼيو د هغې سيمې په باب بحث وكړو، چې په ننګرهار كې واقع ده.


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر87/04/06  |
 مركه: كلات

مركه: صديق الله بدر

 

د سيمو تاريخي جغرافيه( ۳)

 

كلات

 

له علامه استاد پوهاند رشاد سره مركې

 

پوښتنه: درنه استاده! كه مهرباني وكړئ او وواياست، چې كلات څه معنى ښندي او كوم تاريخي بهيرونه يې تر شا پريښي او څو سيمې په دې نامه شته دي؟

ځواب: د كلات لغوي معنى هغه كلا ده، چې پر غونډۍ يا د غره په لمنه كې هسكه ودانه وي، فارسي شاعر فردوسي يو زرو څو كاله پخوا په شهنامه كې د كلات كلمه استعمال كړې ده، دى وايي:


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر87/04/06  |
 مرکه: بدخشان

مركه: صديق الله بدر

د سيمو تاريخي جغرافيه( ۲)    

 

بدخشان

 

له علامه پوهاند عبدالشكور رشاد سره مركې

 

پوښتنه: درنه استاده! د بدخشان تاريخي بهير له كومه وخته راپيلېږي او جغرافيايي موقعيت يې څه ډول دى؟

ځواب: بدخشان د افغانستان په شمالشرقي ګوټ كې واقع دى، د بدخشان شمال ته د امو رود بهېږي، چې د هغه ځاى خلك يې سرچينې ته نږدې د پنج رود يا درياى پنج بولي، خو تر هغه را ايسته د امو د رود په نامه يادېږي.

د بدخشان جنوبي برخه، چې ده هغه د هندوكش په غرونو محاطه ده او غرب ته يې د تخار ولايت واقع دى، د بدخشان يوې ولسوالۍ كشم ته نږدې د كلفګان ولسوالي واقع ده.


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر87/04/02  |
 مركه: كورمه

مركه: صديق الله بدر

 

د سیمو تاریخی جغرافیه

 

"له علامه رشاد سره مرکې"

 

يادونه:

د ستر څښتن شكر ادا كوم، چې دا توفيق يې راوباښه، چې له ارواښاد استاد علامه عبدالشكور رشاد سره، د مركو لړۍ د نيټ له لارې له تاسو درنو سره شريكوم.

دا هغه مركې دي، چې درې كاله مخكې د كتاب په بڼه د ميوند كلتوري ټولنې له خوا د ښاغلي عبدالنافع همت په زيار چاپ شوې دي، چې د سيمو تاريخي جغرافيه نومېږي. ما دغه مركې د كليد اوونېزې لپاره له علامه صاحب سره  ترسره كړې وې، چې د نوموړې اوونېزې له ۸۲ ګڼې تر ۱۵۳ ګڼې پورې په مسلسل ډول چاپ شوې دي.

اوس چې دا كرښې ليكم سترګې مې له اوښكو ډكې دي او هغه شېبې رايادېږي، چې ډېر ځله به هغه ستر استاد د ډېرې سختې ناروغۍ په حال كې هم له مركې ډډه نه كوله او په پوره مينه يې زما پوښتنو ته ځواب وايه او دا ځكه، چې پر استاد خپل وطن، ولس او د كليد اوونېزې لوستونكي ډېر ګران وو او نه يې غوښته، چې لوستونكي بېنوا پرېږدي.

خداى دې د علامه صاحب اروا ښاده لري.

امين ثم امين

بدر 


د سيمو تاريخي جغرافيه: (۱)

كورمه

 

پوښتنه: درنه استاده! كه مهرباني وكړئ وواياست، چې كورمه كوم تاريخي بهيرونه تر شا پرې ايښي او جغرافيايي موقعيت يې څه ډول دى، خوشاله به شو؟

ځواب: كورمه د پښتنو يوه داسې سيمه ده، چې د هغه شمال ته سپين غر، غرب ته يې د مڼلو غرونه، جنوب ته يې د خوست سيمه واقع ده او شرق ته يې وركزي پښتانه اوسي.

په كورمه كې توري پښتانه ژوند كوي، د دغې درې په منځ كې يو رود دى، چې هغه هم د كورمې د رود په نامه شهرت لري. د كورمې رود، چې له سپين غره مخ په جنوب باندې ځي او بيا په شرق بهېږي، د عيسى خېلو په برابرۍ په اباسين ګډېږي او د اباسين له مرستيالانو څخه دى.

د دې رود نوم تقريبا څلور زره كاله مخكې په ريگويد كې ذكر شوى دى، چې د ريگويد په دوهم، پنځم او لسم كتاب كې يې بيان راغلى، هلته يې د كرومو په تلفظ راوړى دى او د اباسين له مرستيالانو څخه يې گڼلى دى.


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر87/03/30  |
 
 
پورته