تبليغاتX
د لونګو دريڅې
ادبي او فرهنګي وېبلاګ
 غزل

ویناوال: صدیق الله بدر

غزل

 

سلګۍ زما به په مزار كې كوې

ډېوې به بلې هر يو وار كې كوې

هغه زما د زړه په واك كې نه دى

ته چې د سترګو يو ګوزار كې كوې

عشقه ته هم زما د زړه په څېر يې

دا بې واري چې تل په وار كې كوې

پټ په كې ښكاري دې اقرار په مينه

كومه خبره، چې انكار كې كوې

درسره نه يمه په دې كې شېخه

ته چې خبرې د زړه كار كې كوې

هغه خبره دې رښتيا ښكارېږي

پټه يې هر چا نه، چې ډار كې كوې

وا مبارك دې لېونتوب شه بدره

خبرې ځان سره په لار كې كوي

۱۳۸۸.۸.۱۰


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر88/08/11  |
 شعر: زنده ګي

ويناوال: صديق الله بدر

زنده ګي

 

همدا دعا كوم، چې خدایه ډېره زنده ګي

راكــــړې په زړه داسې يوه وېره زنده ګي


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر88/07/23  |
 شعر: نوى غزل

ویناوال: صدیق الله بدر

غزل

عشقــه ښه ګورې، پرهـرونو نـه، چـې جوړ دى زړه مې

 چـې مېـلمـانه لـري نو مـه وايه، چـې سوړ دى زړه مې

اوبــه اوبــه خــو بـس جـــانـانـه يــو پــــــه تـا پســې دى

كنــه غــمــونـــو د دنيـــا تــه خــــــــو كــروړ دى زړه مـې

ورتــــــــــه د ډار او د ديــــوانــــو كـيســـې نــه كـــومــــه

هســــې نــه ويــې وهــي وېـره لا خو ووړ دى زړه مـې

خـــلك دا وايــي، چــې اخــر كــې هرڅــه زړه ووهــــي

يــــــو څوك خو ودې وايي ماته عشق نه موړ دى زړه مې

منــم چــې سپيــن وېښتــه په ږېــرې وېــرولــى يــمـــه

خــــو بــدره دا منــلى نـه شمــه چــې زوړ دى زړه مـې

۱۳۸۸،۶،۲۲


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر88/06/22  |
 شعر: ظلم

ويناوال: صديق الله بدر

 

ظلم

 

په دې زه نپوهېږم

دا ظلم ولې كوي

دغسې ولې وايي

چې زه يوازې يمه

خير!

ورته به څه ووايم

هغه خبره نه ده

ښايي ما نه پېژني

ښايي هغې زړګيه

چا سره هم

هيڅكله سترګې جنګولې نه وي

او دا ورته ښكاري نه هيڅ

چې زه يوازې نه يم

زما په زړه

زما په ذهن

او په خيال كې يوه دنګه اوسي

چې په هر دم او قدم

هميش وي مله راسره

راسره خاندې او خبرې كوي

خو هغه ظلم كوي

او بس همدا

يوه خبره يې ده

چې زه يوازې يمه

خو زه يوازې نه يم

ما سره مينه مې ده

۱۳۸۸،۶،۱۸


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر88/06/19  |
 تازه شعر: زما زړه

ویناوال: صدیق الله بدر

زما زړه

پېژنم يــــــــې ښـــــــــه جانانه ما ته معلومېږي، زړه

وايې خلــــــه نور ستا دې وي له تا سره جوړېږي زړه

دا منـــــــــــــم زمـــــــــا دى خو له ما سره رغېږي نه

عشـــــــــقه دا خو ته يې چې په ژبه دې پوهېږي زړه

تا پســـــــــې اوبه اوبه، اوبــــــــه شولو كه ګورې يې

راشه اوښكـې اوښكې مې له سترګو نه توېېږي زړه

ها چې ماشــــــــــــومان وو لا او لاس نيولي ګرځېدو

پوه به شوم، چې هر نظر سترګې سترګې كېږي زړه

بدره ښـــــــــــــــــــــــه يې پېژنم يو عمر مو ژوند كړى

تېر به شـــــــــي له ما نه خو له عشقه نه تېرېږي زړه

۵، ۶، ۱۳۸۸

د شپې لس بجې، كور


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر88/06/08  |
 شعر: ژوند

شاعر: صديق الله بدر

ژوند


اوښكې مې په سترګو كې ډنډېږي ژوند

دا خــــو ستا له مخه مې خوښېږي ژوند

هـــــــــــــره لاره ستا منزل ته رسي خو

لار پــــــــــــه لاره ما سره سوځېږي ژوند

څومره، چې ترخه شې لا خوښېږې مې

چا ويـــــــــــل، چې نه به لا خوږېږي ژوند

راشه يـــــــــــوه خبره مې په زړه كې ده

راشه، چــــــــــــې خبره پاتې كېږي ژوند

یار شته دى خو زړه كې چې دا هم نه وي

ځاى پـــــــــه ځاى ولاړ دى كه تېرېږي ژوند

زړه ته بدر كـــــــــــم دى خو چې راشې ته

دا لېـــــــــونى خوښ دى، چې ډېرېږي ژوند

۱۴.۵.۱۳۸۸

بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر88/05/14  |
 شعر: سترګې، مينه او كركه

شاعر: صديق الله بدر

يادونه:  د يو چا يوې ګيلې دا شعر رابآندې وليكه


سترګې

مينه

او

كركه

 

تا چې له مينې، مينې وپوښتلم

او ما په ډېره مينه وويل درته

چې زه مين پخپلو سترګو يمه

له خپلو سترګو سره مينه لرم

خو ستا نمجنو سترګو

كركه مې راوسته له خپلو سترګو

وې مې چې كاش كله مې سترګې نه وې

 

د چنګاښ شلمه ۱۳۸۸

|+|ليكوال: صديق الله بدر88/04/21  |
 شعر: تږى ګريوان

ويناوال: صديق الله بدر

تږى ګريوان

 

ښــه مــې ګــورې، ډېر ارمانه ستــړى يم

مــــه مــــې لټـــوه جــانــانــه ستــړى يم

نه مــې شته سكـون، قرار مې نشته دى

ډېـــر لـــه دې مكـــان زمـــانــه ستــړى يم

څــــه كـــه ســره لمبــه رالــره ځمكه شوه

 ستــا د لاســه هـــم اسمـانـه ستــړى يم

 وچـې مــې چينــې د ستـــرګو نــه ګــوري

تــږى، لـه دې خپــل ګـــريوانـــه ستــړى يم

 دومـره بـــدره ستــــړى لـــه چــا نـــه يمـــه

 څـومــره چـــې لــه خپله ځانـه ستــړى يم

۱۳۸۷/۶/۱۸


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر87/06/20  |
 شعر: غزل
ويناوال: صديق الله بدر

غزل

 

چــــــــــې كـــوي مينه داسې خلك زنده ګي پېژني

دا ليــــــونــــــــــــــــي پردي له ځانه بنده ګي پېژني


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر87/05/29  |
 شعر: د احساس قربانی

ويناوال: صديق الله بدر

 

د احساس قرباني

 

دا چـــې ژړلـــى ژړيــــدلــــى نه شم

لكـــه پخـــوا زه خنــــديــــدلى نه شم


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر87/05/20  |
 شعر: پيژندګلوي

ويناوال: صديق الله بدر

 

پېژندګلوي

 

 

يـــو اشـــنـا درپېـــــژنمــــه

چې له خپله ځانه ورك دى

سخته ډېر نه شي زغملاى

په خوى كروړ په زړه نازك دى

***

هره ساه يې مينه مينه

ژوند يې مينه كې اغږلى

چا له مينې دى پوښتلى

زړه يې لاسو كې نېولى

***

نه په ژوند نه يې په خوند دى

نه ښكلا، نه يې په رنګ دى

مينه مينه مينه غواړي

له بې مينې ژونده تنګ دى

***

كمزوري يې بله نشته

بس يو دا چې خالي لاس دى

كوم قوت چې ځان كې ويني

هغه مينه او احساس دى

***

د جانان په تصور كې

كړي د مينې ماڼۍ جوړه

غلى غلى ځانته ژاړي

شي اوبه له سينې كروړه

***

ملګري او مينه پالي

ورته ګرانه يارانه ده

چې كوم يار خوشاله ويني

وايي مينه خزانه ده

***

پرون وسو نن سوځيږي

د ده برخه سوځېده دي

ازادي ازادي وايي

خو لاسونه يې په خوله دي

***

د چا اوښكې راشي غم نه

ځانته ګوښې بې وسۍ نه

د ده سترګې شې را ډكې

اشنا ډېرې خوشالۍ نه

***

چې دا خپل زړګى تسل كړي

كله كله توري نغاړي

د شعر پېغله كړي راخپله

مينه مينه ورنه غواړي

***

بدر ژر د پيژندو دى

نه غږيږي نه د كار دى

طبيعت كې نازك رنجه

زېړ په رنګ په وجود خوار دى

۱۳۸۰/۱۱/۳


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر87/05/01  |
 شعر: د عشق ژباړه

ويناوال: صديق الله بدر

 

د عشق ژباړه

 

زه او جـــان په وجـــود لرې خـــــو نږدې يو ســــره

پــه مينه سيوري ته ناست موږه يـو دواړه د عشق

لكـــــه انګـرېز راتـــه غـــږېږي زه پـــــرې نه پوهېږم

حسن خو ګران دى شي اسانه به په ژباړه د عشق


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر87/04/01  |
 شعر: مينه او توره
ويناوال: صديق الله بدر

مينه او توره

 

 

زړګيــــــه ظلــم يې ګڼې، كــه انتها د مينې؟

 

چې خپل اشنا درپسې توره په خندا ګرځوي

 

۱۳۸۷/۳/۱۵

مازيګر ۵:۳۰

 


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر87/03/15  |
 شعر: د باران انځور
ويناوال: صديق الله بدر

د باران انځور

ما خپل قلم

اشنا له وريځو ډك كړ

تا د باران

رانه انځور غوښتى و

۱۳۸۷/۳/۳


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر87/03/03  |
 شعر: ښاپيرۍ

ويناوال: صديق الله بدر

 

ښاپېرۍ

 

ولې حيرانېږې، چې درګورم

                               بسم الله وايم

                                           تا مګر دا نه وې :

                                                                   ښاپېرۍ يمه

                                                                           ۱۹/۱۸-۵-۱۳۸۱

|+|ليكوال: صديق الله بدر86/12/01  |
 شعر: د زړګي لپه
ويناوال: صديق الله بدر

د زړګي لپه

 

د ځـــــوانۍ خمــــار زما كه سرګردان او تار په تار دى

ستـــا سينه د مشكو ښار دى د لونګو جوړ بازار دى

 

پاريســـي زلفو ښامار پرې په هنر خور كړى سيورى

بدخشــان كې د زړګي مې غلى غلى جوړ ناتار دى

 

د زړګــي پــه لپـــه وينـــې هـــر پر هــر ته وركــــومه

ارمــــــــــــان مـــــــخ را اړولى وايي پار نن د بهار دى

 


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر86/11/24  |
 شعر: د غزلتورو آئينې
ويناوال: صديق الله بدر

د غزلتورو ائينې

 

عشــــق د زمـرو ستـرګـو چې هغـه ليونـۍ نه لري

زمــوږ د زړونـو دښتـې شـاړې دي هـوسـۍ نه لري

 

شپيـلۍ شپيـلۍ چـې پـه كې پيغـله نـوا ونغــاړمه

كــوچـۍ سنــدره مــې د درد خپـله كيـږدۍ نه لري

 


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر86/11/12  |
 شعر: د حيا مينه

ويناوال: صديق الله بدر

د حيا مينه

 

يـو ستــړى خيال يمه دمه غواړمه

د زلفو غيږه كې دې شپه غواړمه

 

چې په كې وړمه د نظر بېړۍ مې

د ستـرګو سيـند څپه څپه غواړمه


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر86/11/12  |
 شعر: نيمګړې غزله

نيمګړې غزله

 

نظـــر چې واړوم په هر نظر كــې تا ووينم

يـاره دعا كوم همدا، چې دې بيا بيا ووينم

لپه كومه چې په مينه خپل لاسونه رب ته

تـا آئينـه كـې مـې د لپــې په خنـدا ووينم

۱۳۸۶/۱۰/۲۷

د كليد مجلې دفتر

|+|ليكوال: صديق الله بدر86/10/27  |
 شعر: د خوب كوترې

ويناوال: صديق الله بدر

د خوب كوترې

 

سترګـــــــو ته نه راځي د خـوب كوتــــــــرې

برنـــــد په بڼـــــــو د شوګير باز ناســــــــــت دى


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر86/09/09  |
 شعر: مينه
ويناوال: صديق الله بدر

مينه

وروسته له شلو كلو

پخپلې كړې دعا

منې!

چې ډېر يم پښيمانه ګلې

***

له چا نه ومې پوښتې

ډېر مې نږدې وموندې

هغه شېبه په زړه مې نور وورېد

سترګو مې د هغو شېبو

رڼا ڼا په انځورونو شولې

***

هغه شېبه هم راته ياده شوله

چې تا د خپل حسن

غرور ته مخ كړ

او پر ما تندر پرېوت

زړه مې ټوټې ټوټې شو

***

ما مې د خپل زړګي ټوټو ته ژړل

او د همدې اوښكو بهير په شپو كې

ټوټې ټوټې زړګى مې

جانانه لپه شوله

هغسې لپه د ښېرا

چې نن پښيمانه يم پرې

۲۷/۸/۱۳۸۶

ماښام اووه بجې

كندهار، نوى شار

|+|ليكوال: صديق الله بدر86/09/01  |
 شعر: يو بيت
ويناوال: صديق الله بدر

يو بيت

عشقه! خداى دې زړه نه زما كم مه كړه

تـه يـې چـې دا ژونـد په دعـا ډېـر غـواړم

كندهار، نوى ښار

د ليندۍ لومړۍ نېټه

۱۳۸۶

|+|ليكوال: صديق الله بدر86/09/01  |
 شعرونه: يو بيت

يو بيت

وايـي غلط شوم او بيا بيا ورګـوري

يو څوك د يار د مخ خالونه شماري

له خپله ځانه پسې ورك چې ښكاري

زړه مې دا ستا د ياد پلونه شماري 


 

|+|ليكوال: صديق الله بدر86/07/07  |
 شعر: وياندې سترګې

وياندې سترګې

 

 

ښــه ده ســاته ته د خبــرو روژه

 

دي اختــرونه دې وياندې سترګې

 

مازيګر، ۴:۱۰دقيقې،۱۳۸۶/۵/۱۰

 

|+|ليكوال: صديق الله بدر86/05/10  |
 شعر: مست لېوني

ويناوال: صديق الله بدر

 

مست ليوني

 

چې هم په سترګو هم په زړه غولېږي

مســـت ليـــوني پـــه يـو كاتـه غولېږي


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر86/05/05  |
 شعر: هیله

ويناوال: صديق الله بدر

 

هيله

 

ته چې وايې

لكه ما دې خداى حيران كړه

لږ څه ځير شه

لږ دې زړه نه تپوس وكړه

چې څه وايې


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر86/05/05  |
 شعر: اقرار
و يناوال: صديق الله بدر

 اقرار

 

موږ د ښكلا مينان

ټول سره يو ځاى وو له ډېرې پخوا

زموږه مينه وه له يو بل سره

خو ليونې رقيبان


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر86/05/05  |
 شعر: د ښيرو بام

ويناوال: صديق الله بدر

 

د ښېرو بام

 

ګورئ زمـا كــه شولــه ســاه پـه ختو

 بــام د ښېــــرو تــــــه ده ليـــلا په ختو


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر86/04/21  |
 شعر: پښتني فكرونه

ويناوال: صديق الله بدر

پښتني فكرونه

 

جام چې په لاس كې د ساقي ښكاري

زړه كــې يــادونــــه ليــــونـــي ښـــكاري


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر86/04/21  |
 شعر: ښكلا

ويناوال: صديق الله بدر

 

ښكلا

 

پس له مودونه نن شپه

پاس د اسمان په سينه

د ښكلو ستورو منځ كې

دا تل په لاره

انتظارې سترګې


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر86/04/21  |
 شعر: څلوريزه

ويناوال: صديق الله بدر

څلوريزه

 نظــــر چـــــې واړوې خو ډېر خـــلك دي
 د ميـنې وړ چې دي په شمېر خلك دي
 د هر چا هغه وخــت كې پام شي ورته 
 چې افغــــــــانان له سره تېر خــلك دي

۱۳۸۵د سلواغې شپږمه
ماسختن ۹بجې/ كابل تايمني


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر86/04/07  |
 شعر: بيتونه
ويناوال: صديق الله بدر

 

بيتونه

د دنيا كه د حالاتـو هر څه تـول وي

د ملنګو يو اميد وي بل كچكول وي

***

بدره زما چې له خپل كلي سره نه رغېږي

هر ګنهكار په كــــې په نوم د ليوني پېژني

***

چې د ښكلو د خوږو خبرو مړه دي

لكه بدر لېـــــوني به تل دوكه شي

***

زړه ته مې ستا د راتلو زېرى وركړ

چا راته وې ستــرګو دې بار نيولى

***

ياد دې د مينې چې وي مل راسره

خود به دې غم وي په هر پل راسره

***

زه ورته كومه هره ساه دعـا

يار راته كوي كه نه كوي دعا


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر86/04/03  |
 شعر: هركلى

ويناوال: صديق الله بدر

 

هر كلى

 

څنګــــه چــې خپـــه ومــه په تلـو د يار

هســـې يـــم خوشالـــه په راتلــو د يـار


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر86/04/03  |
 شعر: خوني محل

ويناوال: صديق الله بدر

 

خوني محل

 

سترګې دې شوې ډكې له ژړا په څه

مينـــې دا دې وكـــړلـــه ښيـــرا په څه


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر86/04/03  |
 شعر: څلوريزه

ويناوال: صديق الله بدر

 

څلوريزه

 

دا خو بند و بست مې د مرګي نيسي

يار چـــــې راته ګل سره اغـزي نيسي

بيــا دې مكــــــــــــر جنــه خنــدا وكړله

 بيـــا يو بل ګريـــوان نه ليـوني نيســي


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر86/04/03  |
 شعر: د توبو په زير او بم كې

ويناوال: صديق الله بدر

 

د توبو په زير او بم كې

 

 

غوټۍ ګل شوله  د مينې د ښكلا نغمه خوره شوه

 

د سپرلي د وير په شونډو د خندا  نغمه خوره شوه


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر86/04/01  |
 شعر: د وحشت شپې

ويناوال: صديق الله بدر

 

د وحشت شپې

 

 چې پرده پوښې بې پــردې ووتې

 د ځـــوانــــو زړونــو جنـــازې ووتې


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر86/04/01  |
 شعر: وېره او كركه

ويناوال: صديق الله بدر

 

وېره اوكركه

 

موږ چې واړه وو

له تيارې او تورې شپې وېرېدو

ځانله يواځې كور نه، نه وتلو


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر86/04/01  |
 شعر: دوكه

ويناوال: صديق الله بدر

 

دوكه

 

راتــــه چــــې ښـــكاري چې دنيا دوكه كړم

مينــــې دوكــــه كـــړمه اشنــــا دوكـــه كړم


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر86/04/01  |
 شعر: اور او وينې

ويناوال: صديق الله بدر

 

اور او وينې

 

لكــه زمـــا د چـــــا لـــه غــم لمبه شــو

وطن مـــــې وســـــو هــر قدم لمبه شو


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر86/04/01  |
 شعر: د خيال سكوت
ويناوال: صديق الله بدر
 
د خيال سكوت

 

جــانـــانـــه وايـــه چـــې خپـــه په څه شوې

ښكيل د شو ګير څڼوكې شپه په څه شوې


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر86/04/01  |
 شعر: د كابل غميزه

ويناوال: صديق الله بدر

 

د كابل غميزه

 

كــړ مرګـــي په تندي ښكل

شـــــــو په وينــو سور كابل


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر86/04/01  |
 شعر: خواله

ويناوال: صديق الله بدر

 

لال پاچا ازمون ته

-----------------------

خواله

 

اشنا پوهېږې به خپه يمه ډېر

هغې شېبې راته زړګى خوړلى


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر86/04/01  |
 شعر: وېره

ويناوال: صديق الله بدر

 

وېره

 

د ماشومتوب هغسې

يوازيتوب

              او شپې نه

                              كركه لرم


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر86/04/01  |
 شعر: مټكور زړه

ويناوال: صديق الله بدر

 

مټكور زړه

 

دغــه منــم  خــــا مخــــا زور  اوبــه شي

د چـــــــــا پــه غـم زړه مټكــور اوبه شـي


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر86/03/31  |
 شعر: په وينو رنګ

ويناوال: صديق الله بدر

 

په وينو رنګ

 

چـې پـــرون مـــو پــه ليمــو ځــاى وركــولــو

 نـن نـازونــه خــامــخــابـــــــه وړو د ښكلــــو


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر86/03/31  |
 شعر: پوښتنه

ويناوال: صديق الله بدر

پوښتنه ؟!

                                                                                                      

              ؟

 

وخته پوښتنه لرم                                                                               

پښه نيولى شه لږ!


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر86/03/22  |
 شعر: د عشق لاس

ويناوال: صديق الله بدر

د عشق لاس

 

لا بــــــه خنـــدومـــه دې لا چــې ژړېـــداى شمه

ستــــا لــــه تصــــور ســـره تا تـه رسيداى شمه

جــــام د دنيــــا بـــده زوروره بــــې خـــودي لــري

عشق راكړى لاس دى كـه نه كله ودريداى شمه

۱۳۷۸-۳-۲۸

|+|ليكوال: صديق الله بدر86/03/22  |
 شعر: د مينې توري
ويناوال: صديق الله بدر

د مينې توري

 

 نــــــــاز دې اخلي مې جانانــــه ادا څه كړې

 ارمـــــــــــان دا دى مينه وكړې كله نه كړې


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر86/03/21  |
 شعر: د مكر جال

ويناوال: صديق الله بدر

د مكر جال

 

ټټـــر د ګلـــو چـــې اغـــزو وچېړه

هســې ارمان مې اسويلو وچېړه


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر86/03/21  |
 
 
پورته