لیکوال: صدیق الله بدر
ادبي ګزارشي ليكنه(۲۵)
ډاكتر اكبر؛
زموږ د پېر مفكر او هيومانست شاعر
شعر له محتوا او شكل څخه جوړ كلام دى. كله، چې د دې دواړو توكيو ترمنځ تناسب موجود وي، له هغه څخه جوړ كلام، نازك او ورېښمين كلام وي. موږ داسې په ګوتو شمار شاعران لرو، چې دغه تناسب ته پام كوي. يو له دغو شاعرانو څخه د دې شعر هستوونكى دى:
ښځه
ښځه پېژنئ؟
چېرته مو له غلبېله اوبه څښلې؟
شګې مو شمېرلې؟
رڼا مو تللې؟
وږمې مو تړلې؟
په لوڅو لاسونو مو
تورې تمبولې دي؟
كه دا مو كړې وي
نو
ښځه مو پېژندلې ده.
ښځه ده، د خداى كوډه
د مينې او ښكلا له ټكو جوړه
خو كاش كه نارينه وو لوستلى شوى
دا شعر د فكري شاعرۍ يوه ترټولو غوره لنډه بېلګه ده. شاعر په دغه شعر كې خپله خبره په ډېره روانه او شاعرانه بڼه ارايه كړې ده. ښايي د بيان د طرز له مخې څه ناڅه تاسو د دې كلام ويونكى پېژندلى وي. دا شاعر د پښتو د معاصرې شاعرۍ هغه مخكښه څېره ده، چې هم يې كلمات خپل دي، هم يې فكر خپل دى، هم يې بيان خپل خصوصيت لري او هم يې د ارايې بڼه شاعرانه ده.
بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب