تبليغاتX
د لونګو دريڅې
ادبي او فرهنګي وېبلاګ
 ګزارشي ليكنه: د بهير شعر؛ د ژوند هنري انځوروونه

ليكوال: صديق الله بدر

ادبي ګزارشي ليكنه(۱۲)

د بهير شعر؛  د ژوند هنري انځوروونه


 

په شعر كې د ژوند او يو حالت هنري انځورونه، د پښتو معاصر شعر يو له غوره ځانګړنو څخه دى. زموږ اكثر شاعران دغې ځانګړنې ته په پام سره هڅه كوي، چې يو حالت او د ژوند يوه شېبه كه هغه غمجنه او كه له خوشالۍ نه ډكه شېبه وي، په داسې ډول راواخلي او انځور كړي، چې په لوستلو سره يې هغه حالت او شېبه د سړي سترګو ته ودرېږي. زموږ د شاعرانو كمال دا دى، چې د ساده بيان ترڅنګه خپل دغه شعرونه د هنر په ګاڼه پسولي. په دې بحث كې د همداسې يو شاعر په شعر او شاعرۍ درسره خبرې كوو، د هغه شاعر په شعر او شاعرۍ، چې شعر د زړه غږ او د انسان د دنني احساس بيان ګڼي: ((هغه څه ، چې زړه يې ويل غواړي، هغه څه، چې د انسان اندروني احساس څرګندوي او هغه څه، چې په ساده ژبه يې راټولول ګران وي، زما په اند هغه شعر دى. كه په لنډ ډول ووايم، د زړه غږ، چې په زړه لګيږي، شعر دى.))

دا ځوان شاعر ښاغلى نوراجان بهير دى، زموږ د روان ادبي بهير هغه شاعر، چې خپلې تجربې او ورځنۍ پېښې په هنري انداز په الفاظو كې رانغاړي: ((زما په نظر خو به يو اغېز د ژورنالېزم هم وي، موږ د ټولنې د بل هر قشر په پرتله ډېر له ورځنيو پېښو سره مخامخ يو او ورځنۍ پېښې زموږ په رپوټونو كې انعكاس مومي، موږ غواړو، چې د ټولنې باخبره خلك واوسو، يعنې دا موږ يوه اړتيا ګڼو، چې لومړى ځان او بيا ټولنه خبره كړو، نو همدغه ورځنۍ پېښې، واقعې او ناخوالې دي، چې د يو ژورنالېست په توګه يې زه اخېستو ته اړ يم، نو دې كار زما پر ادبي ذوق هم اغېز كړى او دې ته يې هڅولى يم، چې په ورځنيو پېښو شعر ولېكم.))


بشپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړ مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــطلب
|+|ليكوال: صديق الله بدر87/12/11  |
 
 
پورته